آیور هیوسټن شپږ میاشتې په پښو سفر وکړ او له پنځه ملیون څخه ډیر ګامونو اخیستلو وروسته خپل هدف ته رسيدلی.
نوموړی وايي دا کار يې زړه نه نږدې وه ترڅو له يوې لارې پيسي راټولې کړي او بې ځايه شوو کډوالو سره يې مرسته کړي.
هغه وویل: "زه به یوازې خپل ځان ته ووایم، 'په یو وخت کې یو ګام'، او اوس زه فکر کوم چې هرڅه ممکن دي."
22 کلن د 4,000 کیلو مترو په زړه پورې سفر وروسته د یکشنبې په سهار بونډای سمندرغارې ته ورسید.
ښاغلی د کميرون پريور پل څارنه کړې، ځکه نوموړي په کال ۲۰۱۷ کې د بومي اسټراليايانو حق غوښتنې لپاره له پرت ښار څخه کنبيرا فدرال پارلمان ته پياده سفر کړی وه.

ښاغلی هيوسټن د سيدني ښار اوسيدونکی دی.
د نوموړي اوسيدو سيمې بلو ماونټن کې د کډوالو مرکز دی چې پکې رضا کاران کار کوي، ښاغلي د دومره پياده مزل ترسره کولو شاته همدې مرکز ته پيسې راټول ول ترڅو يې له لارې کډوالو سره مرسته وشي.
زما سره یو ډول موازي شتون لري ... مګر زه په هیڅ ډول د [کډوالو او پناه غوښتونکو] په پرتله هیڅ نه یم ځکه چې دوی کورنۍ لري، زاړه، ځوانان، دوی ښه بوټان، خواړه او خوندي تجهیزات نه لري.
نوموړی زياتوي، زه په يو داسې هيواد کې ژوند کووم چې يوه شيبه مې هم داسې احساس ندی کړی چې زما ژوند په خطر کې وي.“

د ښاغلي هيوسټن سفر دوران کې سختې ورځې هم وې چيرې چې په ساعتونو مزل دوران کې داسې دښتې وې چې هيڅ سيوری نه درلود ترڅو د لمر سختو وړانګو څخه پناه واخلي.
د ښاغلي په وينا، ټولو سختيو سره ما هيڅ کله هم دا سوچ ندی کړی چې خپل سفر څخه پر شا شم.
“دا پياده مزل ما لپاره ندی او نه هم کوم سيل يا اکتشافي بڼه درلوده، بلکې زما هر قدم کډوالو حقونو لپاره د پوهاوي ډيرول ول.

ښاغلي هيوسټن خپل دې مقصد لپاره د ۲۰،۰۰۰ ډالرو هدف ټاکلی وه چې له هغه يې ډيرې پيسې ټولې او پر کډوالو مرستې رسولو ادارو وويشلې.
ښاغلی وايي، زما لدې کار څخه ډيرو ملاتړ ښودلی او زه هم د خلکو له غبرګون څخه ډير خوښ شوم.

اسټراليا د ۹۲۸،۳۸۲ کډوالو کور دی او دا مهال ۲۰۵۲ کډوال په توقيف ځايونو کې دي.
ښاغلی هيوسټن وايي، زه پدې فخر کووم چې اسټراليايي يم، خوندي يم او پدې هيله چې نړۍ ته وښودل شي چې مونږ په اسټراليا کې داسې ژوند کوو.

