څو ساعته مخکې د اسټراليا ملبورن ښار کې يو کس په قصدي ډول خلک په موټر ووهل چې تر دې دمه ۲۰ کسان ټپيان او ۳ وژل شوي.
پوليس وايي چې ياد بريد ترهه ګريز بريد نه وه او نه هم عامه خلکو ته کوم بل خطر شتون لري..

ياده پيښه د ملبورن ښار په زړه کې د بورک او کوين سرکونو سره نږدې پيښه شوې..
پوليس وايي چې د موټر په واسطه بريد څخه مخکې يوه بله پيښه هم شوې کوم کې چې ځيني کسان په چاړه وهل شوي او دا دواړه پيښې له يو بل سره تړلي دي.
د يادې پيښې بريد ګر نيول شوې او پوليس خپلې پلټنې پيل کړي


