د ټایم اوټ مجلې د ۲۰۲۶ کال د غوره ښارونو په درجه بندۍ کې ملبورن د نړۍ تر ټولو غوره ښار نومول شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې د اسټرالیا یو ښار د ټایم اوټ مجلې د ۵۰ غوره ښارونو په لیست کې لومړی ځای خپل کړی دی. په دغه لېست کې سېډني ۲۱ام او اډېلېډ ۲۹م ځای خپل کړی دی.
دغه درجهبندي د ښار د خوړو، کلتور، د ژوند لګښت او د خوښۍ په ګډون مختلفې برخې ارزوي.
په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ۲۴،۰۰۰ عامو کسانو او ۱۰۰ کارپوهانو نظرونه اخیستل شوي دي.
د ۲۰۲۶ کال د نړۍ ۱۰ غوره ښارونه:
۱. ملبورن
۲. شانګهای
۳. اډینبورګ
۴. لندن
۵. نیویارک ښار
۶. کېپ ټاون
۷. مکسیکو ښار
۸. بنکاک
۹. سیول
۱۰. توکیو
د ټایم اوټ مجلې درجه بندي، د اکانومېسټ انټلجنس یونټ ( Economist Intelligence Unit) له درجه بندۍ سره توپیر لري.
د اکانومېسټ انټلجنس یونټ په درجه بندۍ کې د نړۍ په ۱۷۳ ښارونو کې ثبات، تعلیمي اسانتیاوو او روغتیايي خدمتونو ته کتنه کېږي.
د دغې ادارې په وروستۍ درجه بندۍ کې د اسټرالیا ملبورن ښار څلورم ځای خپل کړی و.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

