د اسټراليا ملبورن ښار پوليس وايي چې د تيرې ورځې ترهه ګريزې پيښې پلټنه کوي او د ياد برمته کيدو پيښې مسوليت هم اسلامي دولت نومې ډلې پر غاړه اخيستی.
پوليسو سوماليايي الاصله اسټراليايي يعقوب خيري چې ۲۹ کاله يې عمر لاره په ډزو وواژه.
يعقوب ملبورن ښار يو اپارتمان کې يوه کس وژلې او بله ښځه يې برمته کړی وه چې له پوليسو سره تر وسله والې نښتې وروسته دی ووژل شو.
ويل کيږي چې يعقوب دا کړنې پر خپل سر کولې او کومې ډلې سره يې تړاو نه درلود.

د اسټراليا لومړی وزير مالکوم ټرنبل وايي چې د ملبورن پيښه د لندن بريدو لږ ځنډ وروسته اسټراليايان حيرانه کړل.
ښاغلي ټرنبل ياد بريد وحشيانه ګڼلی او اسټراليا او هم نړۍ کې يې د اسلامي ترهه ګری دخطر ډيريدو خبر کړې..
ښاغلي لومري وزير وويل چې اسټراليا کې په ضمانت او وعدې د بندې خوشې کيدو مسله به کابينه کې تر غور لاندې نيسي او اړينه پريکړه به کوي.

