ملبورن ښار نوي کوربنديز دوران کې تاسې څه کولی شئ او څه نشئ کولی؟

ملبورن ښار اوسيدونکي يو ځل بيا کوربند کيږي.

Metropolitan Melbourne put into six-week lockdown

Metropolitan Melbourne put into six-week lockdown Source: Pixabay

د ملبورن ښار اوسيدونکي له سبا شپې وروسته به له لاندې نوو بنديزونو سره مخ کيږي.

 د جولای مياشت ۸ نيټې د شپې ۱۲ بجو وروسته به د ملبورن ښار ټول اوسيدونکي کوربند کيږي او يوازې لاندې دلايلو له مخه دوی له کوره بهر وتلی شي.

د خواړو او يا ضروري شيانو اخيستل

ډاکټر ته تګ يا د کوم بل کس ساتنه کول

زده کړه او يا کار که چيرې څوک يې له کوره نشي کولی ( يوازې د ۱۱، ۱۲ او vce زده کوونکي ښوونځي ته تللی شي.

ورزش

راټوليدو نوي تدابير:

هيڅوک اجازه نه لري ترڅو د بل کور ته لاړ شي

بهر ځايو کې د يو کور دوه کسان يو وخت کې راټوليدلی شي

ودونو کې ۵ کسان ګډون کولی شي

جنازو کې ۱۰ کسان ګډون کولی شي

زنداني کسانو د ژوند ملګری د هغه ليدو ته تللی شي

کاروبارونه

د کاليو دکانونه، نايي، او مارکيټونه به ځينو تدابيرو سره پرانيستي پاتې کيږي

کافي شاپ، رستورانتونه، پبز، کلبونه او الکهولو څښلو ځايونه يوازې Take Away خدمتونه وړاندې کولی شي.

سټيډيوم، د خواړو مرکزونه، سينماوې، کنسرټ خونې، کسينو او ګيم ځايونه، رندي خانه، سينګار مرکزونه، د سيل ځايونه، کمپينګ ځايونه، دلامبو حوض، د ماشومانو لوبې ځايونه، سونا، ګالاري، ميوزيم او ژوبڼ تړل کيږي.

فعاليتونه

کب نيول، کښتيو کې سفر کول، ټينيس، ګالف او سرفينګ کول اجازه شته

نور داخلي او بيروني ګروپه سپورت لوبو باندې بنديز لګول کيږي.

مذهبي ځايونه يوازې انلاين له لارې خدمتونه وړاندې کولی شي.

سيل يا چکر ته وتل او يا شپې پاتې کيدل

که تاسې دا مهال د سين يا چکر حالت کې يې نو خپل سيل يا چکر بشپړ کړئ.

له سبا شپې وروسته تاسې نوي سيل يا چکر ته نشئ تللی او نه هم خپلې سيمې څخه د يو بل کور ته سفر کولی شئ


 
 

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service