Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا لومړي وزير له مسلمانانو مننه وکړه او ورته يې د روژې مياشتې پيليدو مبارکي ورکړه

سږ کال به د روژې مبارکه مياشت د پخوا پر پرتله جلا لمانځل کيږي

Scott Morrison on a visit to the Lakemba Mosque
File: Scott Morrison on a visit to the Lakemba Mosque, in south west Sydney, on Saturday, Oct. 31, 2015 Source: AAP

د لومړي وزير سکاټ مورسين پيغام

د روژې سپيڅلې مياشت ټوله نړۍ کې مسلمانانو لپاره ځانګړی او فداکاری ځای لري. دا د نهار او عبادت مياشت ده او د نوي کولو انعکاس کول دي.

ولې، سږ کال به د روژې مياشت لمانځل له پخوا توپير ولري ځکه چې ټوله نړۍ د روغتيا له کړکيچ سره مخ ده.

دا يو غير عادي حالت دی او په سلو کلونو کې يو ځل تکراريدونکی حالت دی او له مونږ ټولو تمه کيږي ترڅو ژوندونه وژغورو.

د کرونا ويروس دا معنی لري ترڅو مونږ د سږ کال روژه په کورونو کې تيره کړو او سږ کال به روژه ماتی يوازې هغو کسانو سره کوئ کوم چې له تاسو سره په يو کور کې ګډ ژوند کوي.

لکه تاسو په شان، زما هم دا هيله ده چې کاش هر څه توپير کولی، ولې اوسني حالت کې مونږ بايد د يو بل پر وړاندې خپل دنده ترسره کړو ترڅو خلک خوندي وساتو.

ژوند اوس توپير کړی، او راتلونکو مياشتو کې به هم د ورته توپير شاهده يو. اسټراليايان د زغم خلک دي او مونږ به په ګډه له نوي مقصد سره کار کوو.

داچې مونږ خپلو کورونو کې او هم عبادت ځايونو کې له باندنيو کسانو سره يوځای کيدلی نشو، د حچ مراسم ځنډول شوي او جوماتونو کې لمونځونه نشي ترسره کيدلی ولې دې ټولو سره مونږ له يو بل سره روحيې له مخه يوځای کيدلی شو.

مونږ د خپل لرغوني کلتور او لار ښوونو څخه زده کړه کولی شو چې څنګه هغه مهال سختو وختو کې خلکو ځانونه وساتل، مونږ همداسې دوامداره له يو بل سره مينه او خپل عبادت کولی شو.

نن نړۍ له هر وخت ډير د مذهب قوت، او هيلې ته اړتيا لري.

زه له ټولو مسلمانانو غواړم، ترڅو دې لوړې حوصلې ولري او عين وخت کې له هغوی څخه اسټراليا لپاره کار کولو مرستې لپاره مننه کووم.

اسټراليا زمونږ او ستاسو ګډ کور دی.

روژه مبارک


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now