د اسټراليا لومړي وزير روژې مبارکۍ پيغام کې له مسلمانانو مننه وکړه

"د اسټرالیا ټولو مسلمانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې مبارکي وایم."

Australia announces sanctions against Russia, fast-tracked visa applications for Ukrainians

Australia's Prime Minister Scott Morrison Source: AAP

سږ کال له نيکه مرغه تاسې په خپلو کورونو او جوماتونو کې راغونډ شئ.

د روژې لمانځې پدې فصل کې، دا به ښه وي چې د هغه څه لپاره مننه وکړو چې موږ سره یوځای شوي یو.

هغه آسټرالیا چې موږ ورسره مینه لرو د ټولو عقیدو خلک پکې خپل عبادات او لمانځنې کوي، خلک څنګ په څنګ ژوند کوي او د هر فرد انساني کرامت ته ارزښت ورکوي.

له همدغو رواياتو او تعليماتو څخه مو يو ځل بيا د تنوع وده او مصيبتونو پر وړاندې دريدل زده کړي.

موږ د یو بل ملاتړ او دعا کولو ته دوام ورکړ او موږ ته د ایمان، ټولنې او کورنۍ د اهمیت یادونه شوې ده.

د روژې له لارې، اسلام د شفقت، فکر، قربانۍ او استقامت یو مهم پیغام شریکوي.

او د لومړي وزیر په توګه، زه په تیرو دوو سختو کلونو کې د یو بل د خوندي ساتلو لپاره ستاسو د هڅو مننه کوم.

مسلمان اسټرالیایانو او مسلمانو ټولنو یو مثال وړاندې کړ – او د وبا په وړاندې په غبرګون کې یې خپله ونډه ادا کړه.

د یو ملت په توګه، موږ په ځواک او یووالي کې وده کړې. موږ راتلونکي ته په ډاډ، زړورتیا او خوشبینۍ سره ګورو.

د روژې مبارکه میاشت دې تاسو ټولو لپاره د برکتونو وخت وي.

تاسو د خپل ایمان په پیاوړتیا او ستاسو د ټولنې په خوښۍ کې تازه شئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now