میټا د فېسبوک او انسټاګرام لپاره میاشتنی فيس وړاندې کوي

فیسبوک او انسټاګرام په پام کې لري چې د ګډون خدمت رامینځته کړي او ګډونوال د خپلو حسابونو تصديق لپاره بايد حکومتي ورکړل شوې پيژندپاڼه ميټا ته وړاندې کړي او فيس ورکړې سره نيلي رنګه نښه خپلو حسابونو ترڅنګ ترلاسه کړي.

A man wearing a suit

It's not clear how clear how Mark Zuckerberg plans to price Meta Verified in countries where users cannot afford to pay $17.45 a month. Source: AAP / Michael Reynolds

د فیسبوک او انسټاګرام مالک شرکت (میټا) به د تادیې ګډون تر نامه لاندې خدمات وړاندې کړي چې په مياشت کې به ۱۷.۴۵ اسټراليايي ډالر لږښت ولري.

د ميټا شرکت وايي د حسابونو تصديق له مخه به نور هغه حسابونه معلوم شي چې ناسم يا نا تصديق شوي فعاليت کوي.

د فيسبوک او انسټګرام شرکت (ميټا) ميټا مشر مارک زوکربرګ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټویټر شبکې مشر ایلون مسک لخوا وړاندې شوی ورته اقدام نوموړی هم تعقیبوي.

د فيسبوک او انسټاګرام تصديق خدمتونه به له روانې څخه لومړی په آسټرالیا او نیوزیلینډ کې پیل شي ، کاروونکو ته به اجازه ورکړي چې "د حکومتي پيژندپاڼې سره خپل حساب تصدیق کړي، نیلي رنګه نښه (بیج) ترلاسه کړي ، د هغه حسابونو پروړاندې اضافي نقاشي محافظت ترلاسه کړي.

ښاغلي زوکربرګ وويل، "دا نوې ځانګړتیا زموږ په ټولو خدماتو کې د اعتبار او امنیت د زیاتوالي په اړه ده."

د فیسبوک او انسټاګرام هغه حسابونو کې به هیڅ بدلون رانشي چې دمخه تایید شوي وي.

بله خوا یوازې هغه کارونکي به د ګډون اجازه ولري چې عمرونه یې له ۱۸ څخه پورته وي، تر ټولو مهمه داچې دا خدمات لا تر اوسه د سوداګرۍ لپاره شتون نلري.

دا سمدلاسه څرګنده نده چې ښاغلي زوکربرګ هغو هيوادونو لپاره څه پلان لري چې د شبکې کاروونکي يې نشي کولی مياشتنی ۱۷.۴۵ ډالرو فيس ورکړي.

آيا وړيا؟

فیسبوک نن ورځ په انټرنیټ کې د لوی پلیټ فارمونو غالب ماډل رامینځته کولو کې مرسته کړې ، کوم چې کاروونکي د "وړیا" خدماتو څخه ګټه پورته کوي او بدل کې يې د اعلاناتو کمپنيو لپاره د هغوی مشتريانو شخصي معلومات ورکوي.

همدې لارې فيسبوک او ګوګل د خپل مشتريانو معلوماتو شريکولو او خپل شبکو کې اعلاناتو خپرولو سره ميلياردونه ډالر ګټه ترلاسه کړې.

د کلونو لپاره د فیسبوک کورپاڼه په ویاړ سره اعلان کاوه چې دا سایټ به تل "وړیا وي."
مګر په ۲۰۱۹ کې شرکت په خاموشۍ سره د (وړيا) شعار ورک کړ، هغه ځکه چې د کاروونکو شخصي معلوماتو ارزښت پدې معنی دی چې سایټ هیڅکله واقعیا "وړیا" نه و.

د ميټا شرکت په ۲۰۲۲ کال کې لومړي ځل لپاره له ۲۰۱۲ کال راهيسې له ټيټ عايد ترلاسه کولو سره مخه شوه او له اعلاناتو يې کمه ګټه ترلاسه کړه.

شرکت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د فیسبوک ورځني کاروونکو شمیر د لومړي ځل لپاره دوه ملیارد ته رسیدلی - مګر د اعلان کونکو بودیجې کې د انفلاسیون او د ټیک ټیک په څیر نورو شبکو څخه د سختې سیالۍ تر مینځ ، دا کارونکي دومره عاید نه راوړي لکه څنګه چې دوی دمخه درلودل.
د اپيل موبايل شرکت هم د فيسبوک او نورو شکبو هغه لار بنده کړه چې له يادو موبايلونو کارونکو ځخه يې شخصي معلومات اخيستل او بيا يې پيسو بدل کې د اعلاناتو کمپنيو ته ورکول.

لدې بدلون سره هم فيسبوک او نورې شبکې له ستر تاوان سره مخ شول.
ميټا کمپنۍ په نومبر کې خپل ۱۱۰۰۰ کارکوونکو قراردادونه لغوه کړل او دا د ياد شرکت په تاريخ کې تر ټولو ډيرو کارکوونکو لرې کول په ډاګه کوي.

ښاغلي زوکربرګ وویل چې دا به په ویب کې ۱۷.۴۵ ډالر او په iOS یا Android کې هره میاشت ۲۱.۸۳ ډالر لګښت ولري.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه 
یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: AFP

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
میټا د فېسبوک او انسټاګرام لپاره میاشتنی فيس وړاندې کوي | SBS Pashto