د امريکا ځينو ايالتونو کې ولسمشريزې رايې بيا شميرل کيږي - د بهرنيو چارو وزير وايي ټرمپ دويمې دورې لپاره ټاکل کيږي

حال داچې جو بايډن د قدرت ليږد لپاره چمتوالی نيسي بله خوا د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، ټرمپ دويمې دورې لپاره ولسمشر ټاکل کيږي.

Secretary of State Mike Pompeo.

Secretary of State Mike Pompeo. Source: AP

امريکا کې د ريپبليکن ګوند ډير شمير غړي پدې اند دي چې تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې درغلي شوې.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو بيا د جو بايډن بری ردوي او وايي، ټرمپ دويمې دورې لپاره د امريکا ولسمشر ټاکل کيږي.

د امريکا ولسمشريزو ټاکنو پايلې د ډيرو مخورو رسنيو لخوا خپرې شوې او جو بايډن د تيرو ولسمشريزو ټاکنو بريالی اعلان شو ولې بله خوا بيا ټاکنو پر وړاندې حقوقي مسايل مطرح شوي او په ځينو ايالتونو کې د رايو بيا شميرنه روانه ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزير پمپيو د رسنيو سره خبرو دوران کې وويل، "د ټرمپ او جو بايډن ټاکنيزو ډلو ترمينځ د قدرت ليږد پر ځای ټرمپ دويمې دورې لپاره د امريکا ولسمشر ټاکل کيږي."
President Donald Trump gives two thumbs up to supporters his round of golf on Sunday.
President Donald Trump gives two thumbs up to supporters his round of golf on the day after his election defeat. Source: AAP
"مونږ ټولې رايې يو ځل بيا شميرو، مونږ به هر څه سم کړو او دې ټولو سره مونږ ښه موقف کې يو."

امريکا کې داسې يو حالت بې ساری دی چې ولسمشريزو ټاکنو پايلې لانجمنې شي او بايلونکی نوماند د ټاکنو پايلې ونه ومني.

جو بايډن تر دې دمه ۲۷۹ بله خوا ټرمپ ۲۱۴ کالج رايې ترلاسه کړي.

امريکا کې اوس هم د تيرو ولسمشريزو ټاکنو رايو شميرنه روانه ده او داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې بيا شميرنه کې د ريپبليکن ګوند رايو شمير ډير شوی.

دا مهال ۷۰ سلنه ريپبليکن ګوند غړي پدې باور دي چې تيرو ټاکنو کې درغلي شوي او دوی ډيره کې پر پوستي رايو کارونه نيوکې لري.

د نړۍ ځينو ولسمشرانو جو بايډن ته لا دمخه ولسمشر ټاکل کيدو مبارکي ورکړې، يادو ولسمشرانو کې د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن، د اسرايلو لومړی وزير بينجامن ناتنياهو، او ځينې اوروپايي ولسمشران شامل دي ولې بله خوا د چين، روسيې، برازيل، او. مکسيکو په ګډون ځينو نورو هيوادونو ولسمشرانا تر اوسه جو بايډن ته مبارکي نده ورکړې.

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Maani Truu

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service