د تودوخې څپې خبرداری: په میلیونونو آسټرالیایان به نن د ډسمبر میاشتې ترټولو ګرمه ورځ تجربه کړي

تمه کېږي د آسټرالیا په ځینو سیمو کې به تودوخه ۴۷ درجو ته ورسیږي.

Two people wearing hats, backpacks, and long sleeve pants and shirts walk across the street while holding a sun umbrella, crossing the street. City buildings can be seen behind them.

تمه کېږي د آسټرالیا په ځینو سیمو کې به تودوخه ۴۷ درجو ته ورسیږي. Source: AAP / Con Chronis

مهم ټکي:
  • میلیونونو آسټرالیایانو ته د تودوخې د څپې په اړه خبرداری ورکړل شوی.
  • اټکل کېږي چې د نیو ساوت وېلز ایالت په ویلکانیا سیمه کې به تودوخه ۴۷ درجو ته ورسېږي.
  • کارپوهان وايي، د تودوخې له لوړېدو سره د مقابلې لپاره باید د لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو په اړه فکر وشي.
د آسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو کې میلیونونو آسټرالیایانو ته د تودوخې په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

د وېکټوریا او نیو ساوت ویلز په ځینو برخو کې به د تودوخې درجه له ۴۰ درجو څخه لوړه شي، مګر د آسټرالیا شمالي سیمه به په راتلونکو دریو ورځو کې د تودوخې له سختې څپې سره مخ وي.

اډېلېد ښار تېره ورځ ۴۰ درجې ګرمې تجربه کړه.
تمه کېږي چې د نیو ساوت ویلز په لویدیځو سیمو کې قوي او ګرم شمال به د اورلګېدنې خطر هم زیات کړي.

د ویکټوریا په مرکزي او لویدیځو سیمو کې خلکو ته د اورلګېډنې په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. تمه کېږي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې به نن د ډسمبر تر ټولو ګرمه ورځ وي.

تمه کیږي چې د دغه ایالت په میلډورا کې به نن د تودوخې درجه ۴۶ درجو ته، په سوان هیل کې ۴۵ درجو او په هورشام کې ۴۴ درجو ته ورسیږي.
د نیو ساوت ویلز ایالت په ویلکانیا کې د ۴۷ او په ایوانهو کې د ۴۶.۵ درجې ګرمۍ اټکل شوی دی.


په داسې حال کې چې آسټرالیایانو ته د تودوخې د نوې څپې په اړه خبرداری ورکړل شوی، کارپوهان وايي چې د تودوخې له لوړېدو سره د مقابلې لپاره د لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو په اړه فکر کول مهم دي.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service