Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

ملاله يوسفزی د طالبانو بريد وروسته لومړي ځل لپاره پاکستان ته تللې

د حقونو مبارزه ملاله يوسفزی پاکستان ته تللې.

Malala Yousafzai became the youngest person and the first Pakistani to win the Nobel Peace Prize. (AAP)
Malala Yousafzai became the youngest person and the first Pakistani to win the Nobel Peace Prize. (AAP) Source: AAP

ملاله يوسفزی چې د معتبرې نوبل سولې جايزې ګټونکې ده، د پينج شنبې په ورځ پاکستان ته تللې او دا ۲۰۱۲ کال وروسته چې د طالبانو په يوه بريد کې ملاله ټپي شوه لومړۍ ځل دی چې پاکستان ته ځي.

د ملالې سفر په اړه ډير معلومات ندي ورکړل شوي ځکه پاکستان ته د اغلې سفر ځيني حساسيتونه شتون لري.

د چارواکو په وينا ملاله به د پاکستان له لومړي وزير  شاهد خاقان اباسي سره هم ليده کاته کوي.

ملاله چې نړيوال شهرت لري اوس ۲۰ کالنه ده او په انګلستان هيواد کې اوسيږي.

ملاله اسلام آباد هوايي ډګر ته خپلې کورنۍ غړو سره له سختو امنيتي تدابيرو سره ورسيده.

 

ملاله په کال ۲۰۱۲ کې د طالبانو لخوا هغه مهال بريد لاندې راغله کله چې ده خپل د ښوونځي بس کې سفر کاوه او له هغه بريد وروسته ملاله له پيچلې درملنې وروسته روغه شوه او د حقونو او په ځانګړي ډول د انجونو زده کړې مبارزه يې پيل کړه.

ملاله دا مهال په اوکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کوي او زده کړو ترڅنګ د انجونو او هم نورو حقونو مبارزه هم کوي.

د پاکستان ځينو سياستوالو ټولنيزو رسنيو کې د هغې هر کلۍ کړی.

پاکستان کې بيا ځيني ملاله د لويديځ استازې او اجنټه بولي.

د پاکستان يو وتلي ژورناليست او ليکول حامد مير له سياستوالو او نورو غوښتي چې د ملالې سفر دوران کې دې د هغه په اړه منفې څرګندونې نه کوي.

 

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now