Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا لوی ښارونه د اور او ګرمې هوا لمن کې دي

د اسټراليا ځينو لويو ښارونو کې د ګرمې هوا او ځنګلونو کې اور له امله بيړنی حالت اعلان شو.

A fireman attends a bushfire in Yanchep, Western Australia
A fireman attends a bushfire in Yanchep, Western Australia Source: AAP

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې راتلونکو ۷ ورځو لپاره د ځنګلونو اور له امه بيړنۍ حالت اعلان شو.

د نيو ساوت ويلز ايالت چې سيدني ښار يې مرکز دی له مياشتو راهيسې د ځنګلونو اور لمن کې دی او زرګونه اور وژونکي د اور کابو کولو کې بوخت دي.

تيره ورځ په ټول اسټراليا کې د ريکارډ په کچه تر ټولو تاوده ورځ وه چيرې چې د اسټراليا ډيري لويو ښارونو کې د تودوخې درجه له ۴۰ درجو څخه لوړه شوه.

دا مهال د اسټراليا نيو ساوت ويلز، ويکټوريا او ساوت اسټراليا ايالتونو ځنګولونو کې اورونه لګيدلي کومو چې د خلکو ژوند او کورونه ته ستر ګواښ پيښ کړی.

د اسټراليا ځينو سيمو کې د هوا تودوخې  درجه ۴۸.۸ ته لوړه شوې.

د اسټراليا جنوبي ايالت لرې پرتې سيمې کې  د ګرمې هوا له امله د پاخه سرکونو قير اوبه کيدو خبر ورکړل شوی.

Tarmac has melted along the Millaa Millaa-Malanda Road at Tarzali, closing off small towns as motorists are forced to abandon their vehicles on the road.
Source: News Corp

د اسټراليا ټول ښارونه د ګرمې هوا لمن کې دي او تر ټولو ډيره ګرمه هوا د اسټراليا جنوبي ايالت کې ريکارډ شوې.

پرون د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د اور وژونکو موټر له يوې اونۍ سره ټکر له امله دوه اور وژونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا مهال د اسټراليا نيو ساوت ويلز او جنوبي ايالتو کې تر ټولو خطرناکه اورنه لګيدلي کوم چې د ګرمې هوا او تيز باد له امله چټکې سره خپريدو حال کې دي.

Australia's southeast will experience a 'catastrophic' bushfire conditions with temperatures at the weekend expected to climb above 40C.
Australia's southeast will experience a 'catastrophic' bushfire conditions with temperatures at the weekend expected to climb above 40C. Source: Bureau of Meteorology

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن دا مهال امريکا ته په رخصتی تللی.

د لومړي وزير رخصتي د ډيرو اسټراليايانو او سياسي ګوندونو له نيوکو سره هغه مهال مخ شوه کله چې د اسټراليا ځينو ايالتونو کې د اور له امله بيړنۍ حالت اعلان شو.

مدافعينو چې تيره ورځ يې د لومړي وزير کور مخې ته مظاهره کوله وويل، لومړی وزير بايد د اسټراليا سخت وخت کې خپل هيواد کې اوسي او بايد په رخصتی ولاړ نشي.

د همدې فشارونو له امله نن سهار لومړي وزير سکاټ موريسن اعلان وکړ چې دی به ژير بيرته خپل هيواد ته راستون شي او که دده رخصتی له امله څوک ناراحته شوی وي دی بښنه غواړي.

د نيو ساوت ويالز ايالت اور وژنې ادارې چارواکي وايي، سږ کال د ځنګولو ۸۵۰۰ اور لګيدنې پيښې ثبت شوې.

تر دې دمه له ۸۰۰ ډير کورونه  او ودانۍ د لګيدلو اورونو له امله ويجاړ شوي.

اسټراليا کې هوا پوهان وايي، اسټراليا به سږ کال د ريکارډ په کچه د يو تود اوړي موسم شاهده وي.

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now