ملګري ملتونه: په نړۍ کې له ۱۰۰ میلیونو څخه زیات خلک بې ځایه شوي دي

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې ترټولو زیات خلک له سوریې، ونزویلا، افغانستان، جنوبی سودان او برما څخه بې ځایه شوي وه.

ملګري ملتونه

Source: SBS News

د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې له هرو ۷۸ کسانو څخه یو کس په جبري توګه بې ځایه شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې په روان کال کې د روسیې لخوا پر اوکراین حملې سره په نړۍ کې د تاوتریخوالی کچه دوه برابره زیاته شوې ده. دغه سازمان وايي چې هیوادونه باید د سولې د ودې لپاره په ګډه کار وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په پای کې د جګړې، تاوتریخوالي، تعذیب او د بشري حقونو د سرغړونو له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۸۹ میلیونو کسانو ته رسېده. مګر د روان کال په پیل کې د روسیې لخوا په اوکراین برید دغه شمېرې له ۱۰۰ میلیونو څخه پورته کړي دي.

د آسټرالیا، نوي زیلنډ  او ارام سمندر هېوادونو لپاره  د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) استازي، اډرین اډوارډز وايي چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی.

ملګري ملتونه
Source: SBS

له کومو هېوادونو څخه خلک بې ځایه شوي دي؟

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې ترټولو زیات خلک له سوریې، ونزوئلا، افغانستان، جنوبی سودان او برما څخه بې ځایه شوي وه.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته نږدې یو میلیون افغانان بې ځایه شوي دي.

تېر کال په ایتوپیا کې د جګړې له امله له دوو میلیونو څخه زیات خلک بې ځایه شوي. همدا راز برما کې له نظامی کودتا وروسته شاوخوا ۴۰۰ زره کسان تېښتې ته مجبوره شوي دي.

ملګري ملتونه
Source: SBS News

کومو هېوادونو ته زیات بې ځایه شوي خلک ورغلي دي؟

د ملګرو ملتونو په تازه رپوت کې راغلي چې ډیری بې ځایه شوي خلک ترکیې، کولمبیا، یوګاندا، پاکستان او جرمني ته ګډه شوي دي.

۳.۸ ملیونه ترکیې، ۱.۸ میلیونه کولمبیا، ۱.۵ میلیونه یوګاندا، ۱.۵ میلیونه پاکستان او ۱.۳ میلیونه بې ځایه شوي کسان جرمنی ته تللی دي.

ملګري ملتونه
Source: SBS News

ډیری بې ځایه شوي خلک، ګاونډیو هېوادونو ته تللي، په داسې حال کې چې د بې ځایه شویو خلکو ګاونډي هېوادونه په خپله ښه اقتصاد نلري.

راپور موندلې چې ډیری کډوال هیله لري ترڅو د ژوند لپاره مناسب ځای ولري او بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS News



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now