۳۸ زره اسټراليايان انتظار وباسي چې اسټراليا ته راشي

د اسټراليا بهرنيو چارو وزات بهر کې بند پاتې اسټراليايانو معلومات خپاره کړي، وزارت وايي، ۳۸۵۲۳ اسټراليايان دا مهال بر کې بند پاتې او اسټراليا ت راتګ انتظار وباسي. يادو کسانو څخه ۴۵۶۹ بيا اړمن نومول شوه.

Passenger planes are seen at Sydney Airport on Tuesday, 6 July, 2021.

Passenger planes are seen at Sydney Airport on Tuesday, 6 July, 2021. Source: AAP

اسټراليا څخه بهر نورو هيوادونو کې شاوخوا ۳۸۰۰۰ کسان بند دي او يادو کسانو له اسټراليا حکومت سره ځانونه راجسټر کړی ترڅو اسټراليا ته بيرته راشي.

د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي ټوني شيهان ويلي چې ل ۳۸ زره بهر کې بند پاتې اسټراليايانو څخه ۴۵۶۹ يې اړمن کسان دي چې حکومت د همدې کسانو راوستلو باندې فوکس کوي.

بهر کې بند پاتې اسټراليايانو څخه ۶۰۰۰ کسانو ويلي چې دوی د روان کال وروستيو ۳ مياشتو کې اسټراليا ته راتګ غواړي.
يعنې دا ويلی شو چې ۳۲ زره اسټراليايان غواړي اسټراليا ته راشي.

له اسټراليا څخه بهر بند پاتې ۴۳۸ ماشومان هم موجود دي د کومو مور او پلار چې اسټراليا کې دي.

له يادو ماشومانو څخه ۱۹۱ يې هند کې بند پاتې دي.

استراليا ته راتګ لپاره ډير کسان په هند کې ځانونه راجسټر کړي او له ياد هيواد څخه غواړي اسټراليا ته راشي.

فدرال حکومت تر دې دمه له ۴۷۲۷ اسټراليايانو سره مالي مرسته کړې ترڅو هغوی اسټراليا ته راوړل شي.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service