د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي چې د تېرې شپې د زلزلې له امله تر دې دمه ۶۲۲ کسان مړه شوي او ۱۵۲۲ کسان ټپیان دي.
ښاغلي قانع تایید کړې چې د تېرې شپې زلزلې په کونړ ولایت کې ۶۱۰ کسان مړه کړي او لږ تر لږه ۱۳۰۰ کسان یې ټپیان کړي دي.
د کنړ ولایت ترڅنګ د تېرې شپې زلزلې په ننګرهار ولایت کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په ننګرهار ولایت کې ۱۲ کسان مړه شوي او څه باندې ۲۵۰ کسان ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلی ګوترش پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې قربانیانو ته د عاجلې شفا هیله لري.
هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت به له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هیڅ هڅه ونه سپموي.
اروپايي ټولنې، هند، ترکیې، ایران او یو زیات شمېر نورو هېوادونو د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښوولې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د "جمیل صبر" استدعا کړې.
ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه خپاره شوي پیغام کې له سوداګرو او مرستندویه ادارو غوښتې چې له زیانمو سره مرسته وکړي.