د پاکستان سياسي دريځ نوي رنګونه اخلي او ياد هيواد کوښښ کوي ترڅو د لويديځوالو ملاتړ خپل کړي او هغه بدنامۍ ټاپه چې دا مهال پر پاکستان لږيدلې هغه لرې او له لاسه تللي دوستان بيرته خپل کړي.
پاکستان له هند سره سياسي کړکيچ له امله نږدې يو ځل بيا جګړه کړې وای ولې پر يو بل نظامي بريد وروسته حالت يو څه ارامه شو.
له هند سره سياسي کړکيچ کې د پاکستان د لومړي وزير له نرمښت او زغم څخه ډيرو هرکلی وکړ.
د پاکستان لومړي وزير خپل د حکومت اته مياشتې وروسته يې بهرني ژورناليستان د يوې غير رسمي ناستې لپاره اسلام آباد کې ميلمانه کړل او له هغو سره بيلابيلو مسايلو باندې يې خبرې وکړې.
عمران خان له امريکايي رسنۍ نيويارک ټايمز سره مرکې دوران کې له هغه رازه پرته پورته کړه کوم چې د سيمې هيوادو په وار وار پاکستاني حکومت تورنوي چې ګواکې ياد هيواد ځينو اسلامي اورپکو شاته لاس لري او يادې ډلې بيا د سيمې هيوادو ته ستر سر خوږی جوړوي.
عمران خان نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته وويل" مونږ خپل د هيواد راتلونکي لپاره دا پريکړه کړې يعنې نړيوال فشار لاندې نه، چې مونږ به نور پاکستان کې اورپکو ډلو ته اجازه ورنه کړو چې پاکستان کې فعاليت وکړي".

ښاغلي عمران خان ددې خبرې اعتراف وکړ چې د پاکستان پوځ په ۱۹۸۰ کلونو کې اسلامي وسلوال جوړ کړل او دا يې د امريکا په ملاتړ د روسيې خلاف جګړې لپاره وکارول ولې د ښاغلي په وينا اوس يادو ډلو ته اړتيا نه لري.
له نيويارک ټايمز سره مرکه کې ښاغلي خان ويلي، چې مذهبي ښوونځيو کې د زده کوونکو سخت دريځۍ څخه لرې کولو لپاره د پاکستان حکومت به ۲۰۰،۰۰۰ زره ښوونکي مدرسو کې په کار ګوماري ترڅو هغوی د انګليسي او هم حساب ورته مضامينو زده کړه ورکړي.
پاکستان کې د مهال شاخؤا ۱۰۰ ميليونه کسان د فقر کرښې لاندې ژوند کوي، عمران خان وايي چې دده لومړيتوب دادی ترڅو دا کسان له فقر څخه بهر کړي حال داچې د پاکستان حکومت بوديجه له ۳۳ ميلياردو ډالرو کمښت يا کسر سره مخ ده.
د پاکستان پر مالي څانګې ځيني بهرني بنديزونه پر خپل ځای دي او پاکستان د د پيسو نړيوال صندوق سره په خبرو اخته دی ترڅو د پاکستان اقتصادي کړکيچ ته رسيدو لپاره نوې قرضه ترلاسه کړي ولې د ياد صندوق قرضه له يو لړ شرايطو سره ورکول کيږي چې دا مهال د پاکستان حکومت او د پيسو نړيوال صندوق ترمينځ هوکړه نهايي شوې نده او خبرې روانې دي.

