نوې څیړنه: مسلمان روژه لرونکي قاضیان روژې دوران کې د پام وړ نرمي پريکړې کوي

یوې مطالعې موندلې چې په هند او پاکستان کې قاضیانو د کال د نورو وختونو په پرتله د روژې په میاشت کې شاوخوا ۴۰ سلنه ډیر بښنې صادر کړل.

Muslims on their way to prayer for Ramadan in India

The longer the judges involved in a study went without food and water during Ramadan, the more lenient they became. Source: AAP / Manish Swarup/AP

Key Points
  • څیړونکو وویل چې د روژې په میاشت کې د روژه نیولو له امله د مسلمان قاضیانو په پريکړو کې د شميرو له مخه د پام وړ بدلون ليدل کيږي او ډيرې پريکړې نرمې وي.
  • دوی په هند او پاکستان کې د تيرو ۵۰ کلونو په اوږدو کې د ۱۰،۰۰۰ قاضیانو پریکړو ته کتنه کړې.
یوې نوې څیړنې موندلې چې په هند او پاکستان کې مسلمان قاضیان چې د روژې په میاشت کې روژه نیسي ډیر احتمال لري چې نرمې پریکړې وکړي.

روژه یوه سپیڅلې میاشت ده چې مسلمانان معمولا له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې له خواړو یا اوبو پرته تیروي.

دا څيړنه د نړۍ دوه ډير شمير مسلمان لرونکو هيوادونو هر يو هند او پاکستان کې د تيرو ۵۰ کلنو قاضيانو پريکړو ته کتنه کړې، څیړونکو د جرمي سزا ورکولو معلومات تحلیل کړې، او شاوخوا نیم ملیون قضیې او د ۱۰،۰۰۰ قاضیانو پریکړې څيړلي..
دوی راپور ورکړی چې د معلوماتو له مخه د روژې په میاشت کې د مسلمان قاضیانو پريکړو نرمي وي او هغوی لخوا برائت ورکولو کې چټک ډيروالی ليدل کيږي ولې بيا بله خوا د غیر مسلمان قاضیانو لپاره هیڅ توپیر نه ليدل کيږي.

د روسیې د New Economic School څيړنې مرکز مطالعې موندلې چې د دواړو هیوادونو قاضیانو د کال د نورو وختونو په پرتله په اوسط ډول د روژې په میاشت کې شاوخوا ۴۰ سلنه ډیر برائت ورکړی.

د بښنې مياشت

څیړونکو دا هم هڅه کړې چې دا اندازه کړي چې ایا ډیرې نرمې پریکړې د روژې څخه وروسته يا مخکې هم ترسره شوي او يا پريکړې بدې وې.

دوی وموندله چې تورن کسان د نرمو پریکړو په پایله کې بيا جرم ته مخه نده کړېد بل جرم د ترسره کولو لپاره هم ندي لاس په کار شوي.
د فرانسې د اکس مارسییل پوهنتون کې د مطالعې شریک لیکوال او اقتصاد پوه اوونر سیر وویل, د قاضیانو په پریکړه کولو کې بدلون "د مسلمانانو په رسم کې د نرمۍ مفکورې سره تړاو لري، او دا یو څه د مسیحیانو ترمنځ د کرسمس روح ته ورته دی".

د ۲۰۱۱ یوه څیړنې وموندله چې په اسراییلو کې قاضیانو ډیر احتمال درلود چې د غرمې ډوډۍ خوړلو دمخه مجرمينو لږه اندازه بښنه کوله ولې بيا ډوډۍ خوړلو وروسته پريکړې نرمې وې.

ولې بيا د مسلمانانو کې نوې څیړنې برعکس موندلې چې قاضیان خوړو او اوبو پرته ډير نرم کیږي.

———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې
 ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
نوې څیړنه: مسلمان روژه لرونکي قاضیان روژې دوران کې د پام وړ نرمي پريکړې کوي | SBS Pashto