SKIP TO MAIN CONTENT

پاکستاني چاوراکو افغانه شربت ګله بندي کړه

افغان ميرن شربت ګله چې اوس ۴۰ کاله عمر لري او په ۱۹۸۵ کال کې يې يو انځور نړيوال شهرت موندلی وه پاکستان کې پوليسو لخوا ونيول شوه او پر بند محکومه شوه.

Sharbat Gula
Sharbat Gula Source: Flickr

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil



Skip to article content

پاکستاني چاروکي وايي چې شربت ګله د پاکستان پيژند پاڼه يې په غير قانوني ډول ترلاسه کړې وه. يادې پيښې سره تړاو کې د نادرې دفتر چې دا پيژند پاڼې ويشي درې کار کوونکي هم نيول شوي.

له شربت ګلې څخه له کلونو راهيسې پلټنې روانې وې او پرې دا تور وه چې پاکستان کې غير قانوني اسنادو سره ژوند کوي..

Sharbat Gula
Sharbat Gula Source: Flickr

د شربت ګلې انځور نيشنل جيوګرافيک مجلې پر مخ په کال ۱۹۸۵ کې چاپ شوې وه او د نړۍ تر ټولو نايابه سترګې يې انځور شوې وې، ياد انځور تر دې دمه د نړۍ ډيرو لپاره زړه راښکونکی دی.

تر دې دمه افغاني چارواکو يادې نيونې په اړه دريځ ندی څرګند کړی.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now