د ویډیو سټریمینګ زموږ د سکرین ډیری برخه جوړوي، همداسې له کوره کار کول لا هم د اپلوډونو تر ټولو ستره برخه جوړوي، او اسټرالیا د براډبېنډ د سرعت له مخې په نړیوالو درجهبندیو کې ورو ورو پرمختګ کوي.
که څه هم ځینې ماشومان له ټولنیزو رسنیو لرې شوي، خو په استرالیا کې د براډبېنډ ډاونلوډونه مخ په زیاتېدو دي. په همدې حال کې، د کوینزلنډ اوسېدونکي لا هم تر بل هر ایالت او سیمې ډیره ډیټا کاروي.
د NBN Co له خوا د جمعې په ورځ خپاره شوي معلومات د اسټرالیا د خلکو د انلاین کارونې په اړه مالومات وړاندې کوی . په راپور کې ویل شوي، تمه ده د ۲۰۲۵ کال په پای کې ډاونلوډونه لږ راټیټ شي، خو بیا به د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې بېرته لوړې کچې ته ورسېږي.
دا موندنې وروسته له هغې خپرېږي چې د هېواد د انټرنېټي اړیکو په برخه کې د بدلونونو یو کال تېر شو؛ په دې موده کې زرګونه کورنیو ته وړیا د سرعت لوړونې وړاندیزونه وشول، فایبر د پخوانۍ مسي ټکنالوژۍ د ځایناستې په توګه وغځول شو، او د سټارلنک په څېر د سپوږمکۍ انټرنېټ له عرضه کوونکو سره سیالي هم زیاته شوې ده.
د NBN Co د ټکنالوژۍ مشر ګای سکاټ وايي، همدا اصلاحات خلکو ته انګېزه ورکړې چې تفریحي محتوا لا ډېر خپره کړي؛ او اوس سټریمینګ د ملي براډبېنډ شبکې (NBN) له لارې د ډاونلوډ کېدونکو ټولو ډیټا ۴۸ سلنه جوړوي.
یاد شرکت اټکل کوي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د ویډیو سټریمینګ د ملي براډبېنډ شبکې د ټولو ډاونلوډونو ۵۹ سلنه برخه جوړه کړي.
د NBN Co د ټکنالوژۍ مشر ګای سکاټ وايي، ماشومان د سټریمینګ د غوښتنې یوه لویه سرچینه ده، ځکه تمه کېږي چې ډاونلوډونه به په ځانګړي ډول د ښوونځیو د رخصتیو پر مهال خپل اوج ته ورسېږي. که څه هم لویان په دوامداره ډول محتوا سټریم کوي.
هغه وویل: کله چې ماشومان له ښوونځي رخصت وي، شبکې عموماً لا ډېره بوختې شي، د اپرېل، جولای، سپتمبر او جنورۍ میاشتې زموږ لپاره ټولې د ډېرې بوختیا وختونه دي.
نوموړي زیاته کړه: هغه څه چې نه بدلېږي، د شبکې د ډېرې بوختیا ساعت دی، دا وخت تل تقریباً ثابت وي، او عموماً د شپې له ۹ څخه تر ۱۰ بجو پورې وي.
د Worldpanel ComTech د معلوماتو له مخې، په اسټرالیا کې له هر څلورو کورنیو څخه تر درې ډېرې، یعنې شاوخوا ۷۶ سلنه کورنۍ، د ویډیو سټریمینګ خدمتونه کاروي. راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې Paramount+، Stan Sport او هغه ګډونونه چې د اعلانونو پر بنسټ دي مخ په زیاتېدو وو.
د اړیکو پلاتفورمونه د اپلوډونو اصلي لامل
بلخوا د NBN Co په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د براډبېنډ اپلوډونه لا هم تر ډېره د اړیکو او غونډو پلاتفورمونو لکه Microsoft Teams او Zoom تر اغېز لاندې وو، او د شبکې د ټول ترافیک ۲۴ سلنه یې جوړوي.
NBN Co وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د NBN له لارې اپلوډونه ۱۲ سلنه زیات شوي، او ډاونلوډونه ۱۰ سلنه لوړشویدي او د یوې میاشتې منځنۍ کچه یې ۵۰۸ ګیګابایټ ته رسېدلې ده. چې دا د ۲۰۱۹ کال د ډاونلوډونو نږدې دوه برابر ته رسېږي.
د کوینزلنډ اوسېدونکو په پرلهپسې دریم کال هم په منځنۍ کچه تر ټولو ډېره ډیټا ډاونلوډ کړې؛ ورپسې لوېدیځه استرالیا او د اسټرالیا پلازمېنې قلمرو راځي، په داسې حال کې چې د تاسمانیا اوسېدونکو تر ټولو لږ ډیټا ډاونلوډ کړې ده.
په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله اسټرالیا کې د ډاونلوډ سرعت هم لوړ شوی؛ چې مهم لامل یې د NBN له خوا د سپتمبر په میاشت کې د شاوخوا ۲.۷ میلیونه کاروونکو لپاره د سرعت د کچې وړیا لوړونې او له جنورۍ راهیسې د شرایطو پوره کوونکو کورونو/ملکیتونو لپاره وړیا فایبر اپګرېډ بلل کېږي.
د NBN Co د ټکنالوژۍ مشر ګای سکاټ وايي، نږدې ۱۲ زره کورنۍ هره اوونۍ د لا چټکو او باوري فایبر اتصالونو ته لېږدېږي.
هغه وویل: موږ په بشپړ ډول تمه لرو چې د شبکې ترافیک به لا هم ډېره وده وکړي.
نوموړي زیاته کړه: موږ تر دې دمه د فایبر شبکه ۳.۵ میلیونه کورونو او نورو ملکیتونو ته غځولې، او د اوس نه تر ۲۰۳۰ کال پورې لا ۶۲۲ زره نور ملکیتونه هم لرو چې فایبر ورته جوړ کړو.
په همدې تړاو، اسټرالیا په دې وروستیو کې د Ookla Research د نړیوالو براډبېنډ د سرعت ازموینو په درجهبندۍ کې ۴۲م ځای خپل کړی چې په لومړي ځل یې بریتانیا شاته پرې ایښې او دا درجه یې دتېرې فبرورۍ د ۸۲م ځای په پرتله د پام وړ لوړه شوې ده.

