حکومت د ۲۰۰،۰۰۰ کسانو سينټرلينک پورونو کيسونه بندوي

د سنټرلينک ادارې روبوټ سيسټم له لارې د قرضو ټولولو لانجمن سيستم چې د پخواني حکومت لخوا رامينځته شوی وه سلګونه زره اسټراليايانو څخه يې نا حقه پيسې ټولولې. دا سيستم له پلټنې وروسته وتړل شو او حکومت اړ شو ترڅو قربانيانو ته تاوان هم ورکړي. دا مهال د نږدې ۲۰۰،۰۰۰ اسټراليايان ربوټ له لارې قرضې راټولولو قضيې فعاله دي ولې حکومت پريکړه وکړه چې دا ټولې قضيې بندوي او دا خلک اړ ندي چې سينټرلينک ته پيسې ورکړي.

Woman wearing glasses speaking.

Minister for Social Services Amanda Rishworth speaks to the media during a press conference, in Sydney, Thursday, August 25, 2022. The details of a royal commission into the controversial robodebt scheme have been unveiled by Prime Minister. (AAP Image/Bianca De Marchi) NO ARCHIVING Source: AAP / BIANCA DE MARCHI

Key Points
  • Hundreds of thousands of robodebt victims have had their cases wiped.
  • The unlawful debt recovery scheme falsely accused welfare recipients of owing money to the government.
اسټراليا کي نږدې ۲۰۰،۰۰۰ کسانو ته چې سينټرلينک لخوا ويل شوي ول چې هغه پورونه بيرته ورکړي کوم چې حقيقت کې دوی نه وو اخيستي حکومت لخوا معافيت ترلاسه کوي.
فدرالي حکومت د سينسټرلينک ربوټ سيسټم له لارې د پورونو راټولولو ټول هغه قضيې چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې فعاله دي بندوي.
د اسټراليا پخواني حکومت نوي نوښت له لارې سيسنټرلينک سيسټم لپاره يې ځيرک ربوټ سيسټم جوړ او له خلکو قرضو راټولولو لپاره وکارول شو، ولې دې سيسټم زرګونه خلک نا حقه په نښه کړل او له هغوی څخه يې حکومت ته پيسو ورکړې غوښتنې وکړې.
د خلکو ناندريو او تير حکومت پلټنې وروسته دا وموندل شول چې زرګونه کسان ناحقه په نښه شوي او د پيسو راټولو سيسټم د هغوی ژوند اغيزمن کړی.
سلګونو کسانو په ګډه پخواني حکومت پر وړاندې يې محکمې ته شکايت وکړ او هماغه وو چې حکومت اړ شي ترڅو سلګونه ميليونه ډالر د ياد ربوټ سيسټم قربانيانو ته ورکړي.
د تير حکومت سينټرلينک ربوټ سيسټم له لارې له ۳۱۸۰۰۰ کسانو څخه ۷۵۰ ميليونه ډالر په غلطه توګه راټولې شوې دي.

د ټولنیزو خدماتو وزیر آمندا ریشورت وویل چې د پاتې قضیو پاکول به هر آسټرالیايي ته ډاډ ورکړي چې سيسټمونه بدليدلی شي.

اغلې ریشورت وویل چې د قضیو تعقیب به ګران وو او وخت مصرف وي ، او د فلاحي سیسټم په اړه به د خلکو باور زیانمن کړي، نو همدې له وجې د ۲۰۰،۰۰۰ اسټراليايانو د سينټرلينک قرضو ورکړې قضيې وتړل شوې.

شریکول

خپور شوی په

سرچینه: SBS, AAP

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
حکومت د ۲۰۰،۰۰۰ کسانو سينټرلينک پورونو کيسونه بندوي | SBS Pashto