Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

کرونا وبا له پيل راهيسې ۶۰۰،۰۰۰ بهرني زده کوونکي او مهاجر له اسټراليا څخه وتلي

کرونا وبا دوران کې ۶۰۰،۰۰۰ لنډمهاله ويزو لرونکي له اسټراليا څخه وتلي. د ۲۰۲۰ کال ډيسيمبر کې د مهاجرو نوې شميرې ښودلې چې د ۲۰۱۹ کال پر پرتله ډير مهاجر له اسټراليا څخه وتلي او بيا د اسټراليا لخوا خپل پولو تړلو وروسته دا کسان ندي توانيدلي ترڅو بيرته اسټراليا ته راشي.

International students
South Australia’s COVID cluster casts shadow on pilot plan to fly back international students. Source: Getty Images/martin-dm

د اسټراليا په تاريخ کې لومړي ځل لپاره د نفوس په شمير کې دومره حد ته کمی ليدل شوی چې په يو کال کې ۶۰۰ زره لنډمهاله ويزه لروونکي کسان له اسټراليا څخه بهر شوي. يادو کسانو کې سيلانيان، بهرني زده کوونکي او کار ويزو لرونکي شامله دي.

په دورمره ډير شمير د مهاجرو له اسټراليا څخه وتل د اسټراليا پر اقتصاد ناوړه اغيز شيندلی شي.

د اسټراليا مهاجرت ادارې تازه شميرو خپرولو سره ويل شوي چې د مهاجرو ۶۰۰ زره کسانو کمی په داسې حال کې رامينځته کيږي چې ډيري له يادو کسانو څخه اسټراليا ته سياحت او يا سياحت او کار ويزو باندې راغلي ول.

۲۰۲۰ کال کې اسټراليا ۳۱ زره لږو بهرنيو زده کوونکو ته ويزې ورکړي.

تير کال چې کله د کرونا وبا اعلان او اسټراليا خپل پولو بندولو پريکړه وکړه ۱۴۳ زره کسانو چې د اسټراليا ويزه درلوده بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شول.

د مهاجرو له اسټراليا څخه تل پر اسټراليا اقتصاد يې ناوړه اغيز شيندلې او بله خوا د اسټراليا حکومت اوس اجازه نه ورکوي ترڅو له بهر څخه مهاجر اسټراليا ته راشي او دا مهال يوازې هغه اسټراليايان چې تابعيت لري او يا د اسټراليا دايمي ويزې لري هغوی کولی شي بيرته اسټراليا ته راشي.

د اسټراليا حکومت دا مهال ټاکل شوي شمير باندې خپلو اتباعو او دايمي ويزو لرونکو کسانو ته اجازه ورکوي ترڅو بيرته اسټراليا ته راشي.

د کرونا ويروس وبا وروسته د زده کړې او سياحت برخې ډيرې زيانمنې شوې.

اسټراليا کې ډير بهرني زده کوونکي خپلو زده کړو ترڅنګ کار هم کوي ترڅو خپلو زده کړو او هم ورځني ژوند لږښتونه پوره کړي. 

کرونا وبا سره د ډيرو کار له لاسه ورکول دوی اړ کړل ترڅو بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي.

تير کال اوکتوبر مياشت کې د اسټراليا فدرال بوديجې وړاندې کولو سره حکومت وويل، دويمې نړيوالې جګړې وروسته لومړي ځل لپاره اسټراليا له بهر څخه هيڅ يو مهاجر ته راتګ اجازه نه ورکوي.

حکومت دا هم وويل چې څلور کاله وخت نيسي ترڅو د بهرنيو مهاجرو راتګ لکه له وبا څخه مخکې ورته بيرته راوګرځي.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, Avneet Arora



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now