له استرالیا څخه لندن ښار ته لومړنی مستقیم پرواز ترسره شو

ټاکل شوې ترڅو تر ۲۰۲۲ کاله پورې د امریکا نیویارک ښار ته هم مستقیم پروازونه پیل شي.

Passengers have checked in for the first Perth to London direct flight on Qantas' new Dreamliner.

Source: AAP

د استرالیا له پرت ښار څخه لومړنی مستقیم پرواز لندن ته ترسره شو چې ۱۷ ساعته وخت یې ونیوه.  دغه پرواز د استرالیا د کوانټس هوایي شرکت لخوا ترسره شوی چې د استرالیا ترټولو لوی هوايي شرکت دی.

 

دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې استرالیا له اروپا سره په مستقیم ډول تړل کیږي تردې وړاندې به مسافرو د سنګاپور او دوبۍ له لارې لندن ښار ته سفر ترسره کاوه او ډېر وخت به یې هم پر لاره تېرېده خو د نویو هوايي پروازونو په پیل سره به مسافر په کم وخت کې لندن ته رسیږي.

 

ټاکل شوې ترڅو تر ۲۰۲۲ کاله پورې د استرالیا له نورو ښارونو لکه سیډني او ملبورن څخه لندن او نیویورک ته مستقیم پروازونه پیل شي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS News



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now