Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليايي ځانګړو ځواکونو د عامو افغانانو وژلو وروسته ورسره وسلې او مخابرې ايښودلې

د اسټراليايي ځانګړو ځواکونو افغانستان کې د ماموريت وخت ځيني ويډيوګانې او نور اسناد بربنډ شوي کوم کې چې ګومان کيږي ډير جنګي جنايتونه ترسره شوي.

ABC
ګومان کيږي پدې انځور کې اسټراليايي پوځي يو بې ګناه افغان په ډزو وژني Source: Four Corners / ABC News

اسټراليا چې د امريکا په مشرۍ يې افغانستان کې ترهګرۍ خلاف اوږده جګړه وکړه اوس د ياد ماموريت ځيني برخې پلټنې لاندې دي.

د اسټراليا ملي ټلويزيون اې بي سي چې له کلونو راهيسې د اسټراليايي ځواکونو ادعا شوي جنګي جنايتونو څيړنه کوي يو نوی او زړه بګنوونکې رپوټ خپور کړ.

پدې رپوټ کې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو يو افسر چې افغانستان کې يې جنګي جنايتونه پر خپلو سترګو ليدلي لومړي ځل لپاره يې خپل د سترګو ليدلی حال شريک کړ.

د اسټراليا ځانګړو ځواکونو پوځي براډين چامپ په کال ۲۰۱۲ کې افغانستان کې ماموريت لپاره واستول شول، د نوموړي په وينا هغه څه چې ده پر خپلو سترګو وليدل هغه جنګي جنايتونه ول چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره کيدل.

نوموړي په ډيرو محرمو عملياتو کې برخه اخيستې او اوس يې پريکړه وکړه چې خپل د سترګو ليدلی حال شريک کړي.

د ای بي سي شبکې موندلی چې د اسټراليايي ځواکونو ځيني کړنو برخه کې  بښنه او پټول شتون درلود، يعنې که کوم پوځي کوم چې ګومان کيږي جنايت يې ترسره کوه نو د نوموړي داسې کړنې باندې پرده اچول کيده او پټ ساتل کيده.

د براډين په وينا، له ماموريت وروسته به پوځيانو خپل جنايت په اړه ټوکې کولی او يا يې ملنډې وهلې.

ځينو ويډيوګانو کې چې د ای بي سي شبکې ترلاسه کړي پکې ليدل کيږي چې اسټراليايي ځواکونه عام خلک په ډزو وژني.

براډين وايي چې درې داسې پيښې يې ليدلي کوم کې چې بې ګناه او ملکي کسان وژل شوي او د وژنې وروسته به ځواکونو له جسدونو سره وسلې او يا مخابرې ايښودلې ترڅو دا پوځيان خپلو مشرانو ته قناعت ورکړي چې ياد کسان وسله وال ول.

ځينو بيا له يو بل سره ټوکې کولی او ويل به يې چې له جسدو سره ايښودل شوې وسلې يو شان دي معنی داچې هماغه وسلې به او يا مخابرې به بيلابيلو وژنو دوران کې کارول کيدې.

د اسټراليا دفاع وزيرې د يادو ويډيوګانو خپريدو او وژنو په اړه انديښنه څرګنده کړې او اغيزمنه شوې.

An Australian Special Operations Task Group soldier observing the valley during the Shah Wali Kot Offensive.
An Australian Special Operations Task Group soldier observing the valley during the Shah Wali Kot Offensive. Source: Australian Department of Defence

د اسټراليايي پوځيانو يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې يو افغان چې خپل پټي کې دی او ورسره د لمانځه جاینماز دی د دوو پوځيانو لخوا محاصره کيږي او پر ځمکه غورځيدو وروسته يو پوځي خپل پر مشر درې ځله غږ کوي چې يا دا ووژنم، او وروسته عام وګړی په ډزو وژني.

د اسټراليا دفاع وزيرې رينولډ وويل، د اې بي سي شبکې فور کارنر تيرې شپې رپوټ چې همدې مسلې ته ځانګړی وه له ليدو وروسته يې ډيره اغيزمنه شوې.

اغلې وويل، افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د ماموريت ځيني پيښو پلټنه چې اوس روانه ده نوموړې ورڅخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي.

Defence Minister Linda Reynolds.
Defence Minister Linda Reynolds. Source: AAP

د اسټراليا نظامي پلټنې اداره بيا د نورو ۵۵ ادعا شوو جنګي جنايتونو پلټنه هم کوي.

د اسټراليا دفاع وزيره اغلې رينولډ وايي، د پلټنې موندنې ورسره نږدې راتلونکې کې شريک کيږي

خپرې شوې ويډيو کې چې ښکاره ليدل کيږي ياد افغان بې ګناه وژل شوې ولې پخوا چې د همدې پيښې پلټنه شوې وه موندنې کې ويل شوي ول چې ياد افغان اسټراليايي پوځي ته خطر پيښ کړی وه او نوموړی له ۲۰ متره لرې ويشتل شوی وه حال داچې اوس خپره شوې ويډيو بل څه ښايي.

کوم پوځي چې دا ادعا شوی جرم يې ترسره کړی هغه اوس هم د اسټراليا پوځ کې کار کوي.

د اسټراليا ځانګړو ځواکونو پوځي چې جنګي جنايتونو په اړه لومړي ځل لپاره خبرې وکړې وويل، د اسټراليا ځانګړو ځواکونوا لپاره د طالبانو وژل يوه  ستره لاسته راوړنه ګڼل کيده نو همدا وه چې ځيني بې ګناه کسان وژل کيدل او بيا ورسره وسلې او مخابرې ايښودل کيدې چې دا يو رواج ګرځيدلی وه.

تيرې شپې د اې بي سي شبکې فور کارنر کې د يوې بلې پيښې ذکر هم وشو، يو افغان چې بې ګناه وه او د اسټراليايي ځواکونو لخوا په پښه په مرمې وويشتل شو، وروسته بيا د پوځيانو ډاکټر لخوا د پيښې ځای کې يې پښه وټل شوه او درملنه يې کيده چې يو بل پوځي راغئ او ياد افغان يې له ځايه بهر کړ، وروسته ياد پوځي يواځی راغی، کله چې ترې پوښتنه وشوه چې هغه افغان دې څه کړ، ځواب کې وويل، هغه پاتې نشو. يعنې هغه يې بهر وواژه.

يوې جلا پيښه کې د ۲۰۱۲ کال اګيست مياشت پر ۳۱ د اسټراليا ځانګړو ځواکونو د ارزګان په سوله کلي باندې له هغه وروسته چاپه واچوله چې يو افغان پوځي درې اسټراليايان ووژل.

يادې چاپې دوران کې د کلو خلکو سترګې تړل شوې وې او د کلي جومات امام او زوی يې پوځيانو لخوا ووژل شول.

د بشر حقونو مدافع شيرزاد اکبر وايي، وژل شوي کسان بې ګناه او ورسره وسلې نه وې، ولې بيا د اسټراليا دفاع وزارت پلټنه کې د يادو دوو افغانانو وژنه سمه بللې وه.

اسټراليايي پوځي براډين چې دا هر څه يې په خپلو سترګو ليدلي وويل، هغه مهال اسټراليايي پوځيانو به ټوکې کولې چې خپل جنايتونو پټولو لپاره څومره لويه قالينه لري چې هر څه ترې لاندې پټوي.

 


5 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now