SKIP TO MAIN CONTENT

نيوزيليند درې مياشتې وروسته يو ځل بيا د کرونا ويروس پيښې ثبت کړې

دوه ورځې وړاندې د نيوزيليند هيواد په ۱۰۰ ورځو کې د کرونا ويروس هيڅ مثبتې پيښې نه ثبتولو لاسته راوړنه ولمانځله ولې له دريو مياشتو وروسته ياد هيواد يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې راغی او د ټولنو خلکو ترمينځ ياد ويروس يوځل بيا چټکی سره خپريږي.

New Zealand Prime Minister Jacinda Ardern.
New Zealand Prime Minister Jacinda Ardern. Source: AP

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS



Skip to article content

د نيوزيليند روغتيا چارواکي وايي، تر اوسه پدې ندي پوه چې څنګه دا ويروس له دومره ډيرې مودې وروسته يو ځل بيا نيوزيليند ټولنې ته لار پيدا کړه.

د نيوزيلند روغتيا لوړ پوړی چارواکی اشلي بلومفيلډ وويل، تيرو دوو ورځو کې ۱۳ نوې پيښې چې په هغې کې د هوټل قرنطين شوي مسافر هم شامل دي ثبت شوي.

د نيوزيلند اوکلند ښار وروسته له هغه له درې مرحلې محدوديتونو سره مخ شو کله چې ټولنه کې د خلکو ترمينځ يو ځل بيا د کرونا ويروس پيښې وليدل شوې.

درې مياشتې مخکې نيوزليند هيواد ۵۱ ورځو لپاره پر ټولنې خلکو محدوديتونه لګولي ول او له هغې سره يې وشو کولی ياد هيواد کې د کرونا ويروس په بشپړ ډول له مينځه يوسي.

د نوو پيښو ثبت وروسته اوس د اکليند ښار ۶۰ ساعتونو لپاره له نوو محدوديتونو سره مخ دی او خلک ضروري کار پرته له کوره بهر وتلو اجازه نه لري.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now