په قطر کې د افغانستان په اړه یوه بله غونډه جوړېږي

د افغانستان د تېرې اوونۍ د مهمو پېښو په اړه معلومات دلته لوستلی شئ.

Peace talks between Afghans in Doha

Credit: Courtesy: Afghan ministry of state for peace

د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • روسيې ، ایران او ترکیې یوځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ.
  • د پاکستان لوی درستیز وايي، کله چې پاکستان خپلواک شو، افغانستان یوازینی هېواد وه چې په ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان له غړیتوب سره مخالفت وکړه.
  • د ملګرو ملتونو سازمان راتلونکې میاشت قطر کې د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې غونډه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرکي لاروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، تر هغه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني چې له نړیوالو سره کړې ژمنې عملي نه کړي.

سرګي لاروف دغه څرګندونې د امنیت شورا په غونډه کې له ګډون وروسته په متحده ایالاتو کې یو خبرې غونډې ته په وینا کې وکړي.

د لاروف په ټګو، د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي او د یو ټول شمول حکومت د جوړولو له ژمنې سرغړونه کړي.

نوموړي وویل، چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي، ځکه طالبان عمل په افغانستان کې واک په لاس کې لري.

سرګې لاروف د طالبانو حکومت پر مخالفو ډلو غږ وکړ چې سوله ییز تګلارې دې پیاوړي کړي.

د روسې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې له زده کړو او کار څخه د ښځو محرومیت ته هم اشاره وکړه.

ورته وخت کې د ایران او ترکیې ولسمشرانو ابراهیم رییسی او رجب طیب اردوغان هم په افغانستان کې د ټول ګډونه، ځواب ویونکي او استازي حکومت پر جوړیدو ټینګار کړي.

دواړو ولسمشرانو په یوه ګډه بیانیه کې چې د ایران د ولمشرۍ ماڼې خپاره کړې وه له هر ډول قومي او فرقوي تبیعض پرته د افغانانو د امن غوښتنه هم پکې کړې وه.

د یادونې ده چې د ترکیې، ایران او روسیې په ګډون د نړۍ هېڅ یو هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو ترکیه، روسیه او ایران د ګوتو په شمار هغه هېوادونه دي، چې د طالبانو ډیپلوماټان يې منلي دي.

د پاکستان د پوځ لوي درستیر جنرال عاصم منیر ویلي، د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستان مهم دی.

هغه دا خبره د پاکستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر محصلانو ته په یوه غوڼده کې وکړه او ويې ویل، هغه کسان چې د دوی پر اولادونو بریدونه کوي تعقیبوي.

عاصم منیر ویلي، کله چې پاکستان خپلواک شو. افغانستان یوازینی هېواد وه چې په ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان له غړیتوب سره مخالفت وکړه.

هغه وویل، ستونزه دا ده چې د پاکستان خلک خپل تاریخ نه لولي.

ښاغلي منیر د افغانستان د مخالفت دلیل بیان نه کړه کوم چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کلونه، کلونه ستر خنډ بلل کیږي.

ورته وخت کې د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکي له دې ډلې د ملي امنیت پخواني ویاند رحمت الله اندړ بیا د پاکستان د لوی درستیز دغه څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپله ایکس پاڼه لیکي ول، د عاصم منیر خبره نوي نه ده بلکې دا د پاکستان استراتیژي ده، چې تر یوه پاکستاني ټول افغانستان قربانوي.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د څه باندې پنځو لسیزو جګړو په اړه اکثر افغانان بیا په دې باور دي چې پاکستان پکې مهم رول لوبولی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې قطر کې غونډه کوي.

ددغې غونډې په اړه دملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل، چې دغه غونډه به دفبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ مه جوړه شي.

هغه وویل، ددغې غونډې موخه دا ده چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره په یوه همغږي او منسجم جوړښت کې د نړیوالو ګډون زیاتولو ته لاره هواره شي.

سټیفن دوجاریک په دې اړه نور جزیات ورنکړل چې ایا طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکوي او که نه.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه ددې غونډې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو په تېر کې يې ویلي چې د دوی د حکومت د استازو له حضور پرته د افغانستان په اړه غونډه پاېله نه لري.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د افغانستان په باب تر اوسه دوه غونډې کړي چې لومړۍ هغه يې د ۲۰۲۳ کال د مې په لومړۍ او دوهمه يې ددغه سازمان د سرمنشي په مشرۍ د څه باندې ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانو د ځانګړو استازو په ګډون دوحه کې تر سره شوې وه.


4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now