ګڼ شمير رسنيو په پاکستان کې د ۹ چنايي وګړو وژل کيدو خبر ورکړی او د چين د حکومت لخوا ياده پيښه پر خپلو وګړو بريد ګڼلی.
دا پيښه د خيبر پښتونخوا شمال کې داسې مهال رامينځته شوه چې چينايي کاريګرو په يو بس کې سفر کاوه چې د هغوی موټر باندې چاودنه وشوه او د ۹ چينايانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي، لومړی بد موټر کندې ته غورځيدلی بيا وروسته چاودنه شوې ولې بيا د چين حکومت ويلي چې پر وګړو موټر يې چاودنه شوې.
د چاودنې علت لا تر اوسه معلوم ندی ولې د چين او پاکستان حکومتي چارواکي جلا دريځونه غوره کړي.
چين حکومت بيا دا پيښه پر خپل وګړو بريد ګڼي او له پاکستان حکومت څخه د يادې پيښې جدي پلټنې غوښتنه کړې.
د چين حکومت وايي، له ياد بريد وروسته پاکستان کې له خپل اتباعو غواړي بې ځايه دې بهر نه ګرځي او له احتياط څخه دې کار واخلي.
يادو چينايي کاريګرو پر Hydropower پروژې باندې کار کاوه. ياده پروژه د چين او پاکستان ترمينځ د ۶۰ ميلياردو ډالرو اقتصادي پروژې يا CPEC برخه ده.
Road accidents are common in the far north of Pakistan, where the incident took place, with treacherous roads with little or no safety barriers snaking through the Karakoram and Himalayan mountain ranges.

