د اسټراليا حکومت يو نوی روغتيايي سيسټم جوړ کړی کوم چې ستاسو د روغتيا سره تړلي ټول معلومات به په هغه سيسټم کې ثبت کيږي او لدې سره به ستاسو روغتيا سره تړلي ټول معلومات د ډاکټرانو او روغتونو ترمينځ تبادله کيږي.
ولې اسټراليا کې د تير کال جولای مياشتې راپديخوا اسټراليايانو ته ددې حق ورکړل شوی ترڅو ځان لدې همغږي سيسټم څخه بهر وباسي او ياد کار لپاره يې د جنورۍ د مايشتې ۳۱ نيټه وروستی ورځ ټاکلې، يعنې که کوم کس د نن ورځ تر شپې پورې ځان لدې سيسټم څخه ونه باسي هغه به په اوتوماتيک شکل په سيسټم کې داخليږي او دا به د اسټراليايانو روغتيا سابقې ساتلو مرکزي سيسټم وي.
دې سيسټم ته يې نوم (My Health Record ) ورکړی.

اسټراليا کې بيا ځيني کسان ددې پروګرام مخالفت کوي او وايي چې دوی نه غواړي خپل د روغتيا سابقه داسې يو سيسټم کې واچوي کوم چې کيدای شي ترې ناوړه ګټه پورته شي.
د تير کال جولای مياشت څخه تر نن ورځ پورې ۱.۱۴ ميليونو اسټراليايانو خپل ځانونه لدې سيسټم څخه بهر کړي.
بله خوا اسټراليا کې د نورو کلتورو د ټولنو فدراسيون څخه محمد الخفاجي وايي چې د اسټراليا نوی روغتيايي سيسټم هغو ټولنو لپاره ګټور ثابتيدای شي کوم چې د نورو هيوادو سابقه لري او هم په انګليسي ژبه ښه نه پوهيږي.
ښاغلی محمد وايي چې My Health Record به داسې يوه وسيله وي کوم چې د مهاجرو ژوند ژغورلی شي.
د اسټراليا ۲۰۱۶ کال سرشميرنې له مخه ۲۱ سلنه له اسټراليايانو څخه خپلو کورونو کې له انګليسي پرته پر بلې ژبې خبرې کوي.
ښاغلی محمد وايي چې اسټراليا کې نوي راغلي مهاجر د روغتيايي خدمتو ترلاسه کولو برخه کې له ګڼ شمير خنډونو سره مخ کيږي، لکه د ژبې ستونزه، هغو ته د ژباړونکو نه برابريدل او هم د ځينو ډاکټرانو لخوا له مهاجرو سره توپيري چلند، دا هغه ستونزې دي چې مهاجر ورسره مخ دي.
د مهاجرو ټولنو فدراسيون څخه محمد الخفاجي وايي چې د اسټراليا حکومت نوی سيسټم چې ټول روغتيايي معلومات به انلاين له لارې په يو ځای کې ثبت کيږي دا به وشي کولی مهاجرو ته اسانه کړي ترڅو خپلو معلوماتو ته اسانی سره لاسرسی پيدا کړي او خپلې درملنې لپاره يې وکاروي.
سره لدې چې دا يوه ملي پروسه ده ولې اسټراليايانو ته ددې واک ورکړل شوی ترڅو له ياد سيسټم څخه تر جنورۍ ۳۱ نيټې ځان وباسي.
د جنورۍ د مياشتې ۳۱ نيټې وروسته به د شاوخوا ۱۷ ميليونو اسټراليايانو روغتيايي معلومات اوتوماتيک ډول سره My Health Record کې ثبت شي او دا کسان به د نوي سيسټم برخه شي.
اسټراليا کې ډاکټران هم وايي چې نوی سيسټم به وشي کولی چې د مهاجرو مخ ته شته روغتيايي خنډونه لري کړي، يعنې يو مهاجر ته به ډيره ګرانه وه چې نوي ډاکټر ته ورتګ وخت کې به يې خپل تيرو وختو ريکارډ له ځانسره درلود او يا به يې په اړه ډاکټر ته معلومات ورکول ولې نوي سيسټم سره به ډاکټران اوس همدو معلوماتو ته لاسرسی ولري او دا به د ډاکټرانو او بيمارانو په ګټه تمام شي.

