شمالي کوريا پر اسټراليا د اټومي بريد خبرداری ورکړ

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې وروستيو څرګندونو په غبرګون کې شمالي کوريا اسټراليا ته خبرداری ورکړ چې امريکا څخه دې په پټو سترګو ملاتړ نه کوي.

North Korea Missiles

Missiles are paraded across Kim Il Sung Square during a military parade in Pyongyang, North Korea. AP Photo. Wong Maye-E. Source: AP

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې جوليا بيشوپ ويلي ول چې شمالي کوريا به د اسټراليا لا ډيرو بنديزو سره مخ شي او هم که چيرې د مزايلو نورې ازموينې وکړي نو اسټراليا به هم د امريکا په ملاتړ د شمالي کوريا ستونزې حل لپاره مداخله وکړي، ولې د يادو څرګندونو په غبر ګون کې شمالي کوريا سخت دريځ غوره کړ او جوليا بيشوپ خبرې يې مردارې او ناسمې وبللې او هم يې وويل چې اسټراليا د امريکا له خولې خبرې کوي.

شمالي کوريا د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ته وويل چې خپلو خبرو کولو څخه مخکې دې دوه ځله سوچ وکړي او داسې بدو څرګندونو پايلې دې هم په پام کې ونيسي.

 د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې يادو ګواښونو غبرګون کې وويل چې شمالي کوريا دې هغه پيسې چې په اټومي وسلو لګوي هغه دې خپلو بې وزلو وګړو باندې ولګوي ترڅو له بې وزلی خلاص شي.

د اسټراليا حکومت مخالف ګوند وايي چې د شمالي کوريا وروستۍ څرګندونې د انديښنې وړ دي.

د امريکا ولسمشر مرستيال مايک پينس دا مهال اسټراليا کې په درې ورځني سفر دي.

لومړي وزير مالکوم ټرنبل او مايک پينس په يو خبرې ناسته کې دواړو پر چين غږ وکړ چې پر شمالي کوريا فشار ډير کړي ترڅو شمالي کوريا په سيمه کې د نارامی خپرولو مخه ونيسي او هم د مزايلو ازموينه دې ودروي.

اسټراليا ته د امريکا پخوانی سفير وايي چې اسټراليا  بايد د امريکا ترشا ودريږي او بل هيڅ لار نه لري.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Sonja Heydeman, Abdullah Alikhil




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service