Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

نقيب الله محسود بې ګناه ثابته شو

د نقيب الله محسود د قتل پلټڼې کميټې نقيب الله محسود بې ګناه وښود

Naqeeb Mehsood
Naqeeb Mehsood Source: Naqeeb Mehsood

د پاکستان کراچی ښار کې د ځوان پښتون ؤژنې پيښې پلټنې لپاره کومه کميټه چې جوړه شوې وه هغې نقيب الله محسود بې ګناه ګڼلی او کراچی ښار پوليسو مشر راو انور نيولو امر يې کړی.

پلټنې کميټې ته چې کوم معلومات د پوليسو مشر راو انور وړاندې کړي هغه کې ډيرې نيمګړتياوې ليدل شوي.

يادې کميټې ته د پوليسو مشر راو انور ويلي چې نقيب الله محسود يې ترهه ګری سره تړاو جرم له وجې وژلی ولې د پلټنې کميسيون بيا ويلي چې پر نقيب محسود هيڅ داسې جرم ندی ثابت شوی چې ګواکی دی ترهه ګر وه.

د پوليسو مشر خپل رپوټ کې دا هم ويلي ول چې نقيب الله محسود واده شوی نه وه حال داچې هغه واده شوی وه او درې بچې يې هم لرل.

Naqeeb Mehsood
Naqeeb Mehsood Source: Naqeeb Mehsood

نقيب الله محسود د کراچی پوليسو يو مشر راوا نوار لخوا د جنوری مياشت پر ۱۳ نيټه سرپ د څلورو نورو کسانو ووژل شو چې بيا همدې پوليسو مشر دا دعوه وکړه چې پوليسو سره مقابله کې څلور ترهه ګر وژل شوي.

د نقيب الله محسود کورنۍ ويلي چې پوليسو دده وژنې جعلي کيسه جوړه کړې او نقيب الله محسود کاروبار لپاره کراچی ته تللی وه ترڅو د تکو يو دکان پرانيزي.

د پلټنې کميټې د کراچی ښار پوليسو مشر راوا نوار او نورو ملګرو نيولو امر کړی او ويلي دي چې هغه دې ژر تر ژره له دندې لرې کړای شي. پاکستان کې د نقيب تر وژنې وروسته پراخ لاريونونه روان دي او ډيره کې پښتانه دا وايي چې پاکستان کې ددوی نسل وژنې کوښښ کيږي او هم بې ګنا پښتانه په بيلابيلو پلمو وژل کيږي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now