اسټراليا کې يو وزير د ګرځبند قانون ماتولو وروسته ۱۰۰۰ ډالر جريم او له خپلې دندې استعفا وکړه

د اسټرايا ټولو ايالتونو کې د ګرځبند سخت قوانينو پلي کيږي او له ضوروي کار پرته له کوره بهر وتل غير قانوني ګڼل کيږي، ولې يو وزير خپل رخصتی کور ته تګ وروسته د پوليسو لخوا جريمه او ده خپلې دندې څخه استعفا وکړه.

NSW Minister for the Arts Don Harwin.

NSW Minister for the Arts Don Harwin. Source: AAP

د نيو ساوت ويلز ايالت هنرونو وزير ډان هاروين خپل تفريحي کور ته تګ وروسته له ډيرو فشارونو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ښاغلی ډان د نيو ساوت ويلز ايالت سينټرال کوسټ سيمې کې خپل تفريحي کور کې څو ورځې تيرې کړې چې دا عمل د شته نوو قوانينو خلاف وه او همدا وه چې نوموړی د پوليسو لخوا ۱۰۰۰ ډالړ جريمه او له فشارونو وروسته يې خپل له دندې هم استعفا وکړه.

د نيو ساوت ويلز ايالت په ګډون د اسټراليا ټولو ايالتونو کې پر غير ضروي سفر کولو او يا کوره وتلو باندې جريمه ده او اسټراليايان هڅول کيږي ترڅو دې ټول وخت کور کې تير کړي.

ښاغلي په يو خپور شوي بيان کې له خلکو بښنه غوښتې او دا مهال کرونا ويروس سره مبارزې په ارزښت يې ټينګار کړی.
لومړيو کې ښاغلی ډان پدې اند وه چې د نوو قوانينو رامينځته کيدو څخه وړاندې خپل تفريحي کور ته تللی وه او نوموړي داسې سوچ نه کاوه چې ګواکې قانون يې مات کړی وي، ولې د نوي قانون له مخه که تاسې نشی کولی خپل تفريحي کورونو ته پرته له کوم اړتيا لاړ شئ.

پوليسو د يادې پيښې پلټنې وروسته پريکړه وکړه چې د نوموړي وزير کړنه غير قانوني او ۱۰۰۰ ډالر جريمه شو.

لدې وړاندې د پوليسو کميشنر ويلي ول، اسټراليايان دې بايد خپل لومړي کور کې ځانونه بند او تفريحي کورونه ته لاړ نشي، د نوموړي په وينا لرې پرتو سيمو کې تفريحي کورونو ته تګ سره تاسې د نورو سيمه ايزو خلکو ژوند له خطر سره مخ کولی شئ نو ځکه دا يو غير قانوني عمل ګڼل کيږي.

 

.د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ  کړي

sbs.com.au/coronavirus

اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

 


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې يو وزير د ګرځبند قانون ماتولو وروسته ۱۰۰۰ ډالر جريم او له خپلې دندې استعفا وکړه | SBS Pashto