"د نیو ساوت وېلز ټاکنې": اټکل کېږي چې لیبر ګوند د نن ورځې ټاکنې ګټلي‌دي

په نیو ساوت وېلز ایالت کې رایه اچونه پای ته رسېدلې او د رایو شمېرنه دوام لري. د نیو ساوت وېلز ایالت د لیبرال ګوند مشر، دومینیک پیروټیټ په ټاکنو کې ماته منلې ده.

NSW STATE ELECTION

په نیو ساوت وېلز ایالت کې رایه اچونه پای ته ورسېده، اټکل کېږي چې د لیبر ګوند به ټاکنې وګټي Source: AAP / AAP

مهم ټکي:

  • د نیو ساوت وېلز ایالت د لیبرال ګوند مشر، دومینیک پیروټیټ په ټاکنو کې ماته منلې ده.
  • کارګر ګوند ۴۷ څوکیو ته ضرورت لري ترڅو حکومت جوړ کړي.
  • اټکل کېږي چې لیبر ګوند به ۱۲ وروسته یو ځل بیا په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي.

په نیو ساوت وېلز کې د رای اچونې مرکزونه د ماښام په ۶ بجو وتړل شوه او اوسمهال د رایو شمېرنه روانه ده.

سره لدې چې د رایو شمېرنه پای ته نده رسېدلې، د ای بي سي شبکې د د ټاکنو شنونکی انتوني ګرین اټکل کوي چې لیبر (کارګر) ګوند به په نیو ساوت وېلز ایالت کې ټاکنې وګټي.

هغه وايي: "په حکومت کې به بدلون راشي."

"زه په ډاډ سره ویلای شم، د کارګر ګوند به حکومت جوړوي، موږ نه پوهیږو چې دا به اکثریت وي که اقلیت، خو بدلونونه اوس ثابت دی."

"ایتلاف په دې مرحله کې د ۲۷ څخه د زیاتو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي."

سره لدې چې تر دې دمه شاوخوا ۵۰ سلنه رایې شمېرل شوي، راپورونه ښيي چې د نیو ساوت وېلز ایالت د لیبرال ګوند مشر، دومینیک پیروټېټ د لیبر ګوند له مشر کریس منز سره په ټلیفوني خبرو کې ماته منلې ده.

له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې لیبرال ګوند په پرله پسې توګه په نیو ساوت وېلز ایالت کې ټاکنې ګټلي دي، مګر اټکل کېږي چې د لیبر ګوند مشر کریس منز به د نیو ساوت وېلز ایالت راتلونکې لومړی وزیر واوسېږي.

NSW STATE ELECTION
Polling booth volunteers finish setting up as polls open at 8am on NSW state election day in Sydney, 25 March, 2023. Source: AAP / AAP

د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان دوه جرګې لري چې د دغه ایالت د استازو او سنا (مشرانو) جرګو په نومونو یادېږي.

د نیو ساوت وېلز د استازو (ولسي جرګه) ۹۳ غړي لري.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د ټاکنو د کټلو لپاره لیبر ګوند ۴۷ څوکیو ته ضرورت لري. د د ای بي سي شبکې د وړاندوینې پر اساس لیبر به په ټاکنو کې ۵۰ څوکۍ ترلاسه کړي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now