د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت چې ګرمې او وچې هوا په تيرو څو مياشتو کې ډير وځپه اوس د ورښتونو لمن کې دی او راتلونکو څو ورځو کې د لا ډيرو ورښتونو اټکل شوی.
ياد ايالت کې د پينجشنبې ورځې راهيسې د باران وريدل پيل شوي او اټکل کيږي چې ياد ايالت کې به تر دوشنبې ورځ پورې دا ورښت جاري وي.
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت چې د ځنګلونو اور ډير وځپه او اوس هم ځينو ځنګلونو کې اور لګيدلی ولې پرلپسې بارانونه به دا اورونه مړه کړي
د نيو ساوت ويلز ايالت اور وژنې ادارې پر خپل ټويټر پاڼې د پرلپسې باران ورښت هر کلی کړی او خوښي يې څرګنده کړې.
سيډني ښار کې د ۵۵ ملي متره باران اټکل شوی ولې بيا د ياد ښار شمال سيمو کې تر ۲۰۰ ميلي متره ورښت اټکل شوی.
د سيدني ښار په ګډون د نيو ساوت ويلز ايالت شمال سيمو کې د سيلاونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی.
د سيدني ښار په ګډون شمال او جنوبي سيمو کې د تيز باد او باران له امله اوسيدونکو ته خبرداری ورکړل شوی.

Heavy rain is forecast for NSW for the four days to Monday. Source: Bureau of Meteorology
نن ورځ اټکل کيږي سيدني ښار اوسيدونکو ته د ډير ورښت له امله د سيلاونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی.
د تيز باران انځورونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي.
Big Creek Dam in Rogersville this morning. Moderate rain still falling. pic.twitter.com/5HKf7NFTkH