نیو ساوت ایالت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۹۲ زره او ۲۶۴ نوې پېښې ثبت کړي، په دغه پېښو کې د کرونا وېروس د چټکې آزموینې له لارې پېژندل شوې مثبت پېښې هم شاملې دي.
تېره ورځ په دغه ایالت کې شاوخوا ۳۴ زره پېښې ثبت شوې وې، مګر د تېرې ورځې په پرتله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس شاوخوا ۵۷ زره ډېرې نوې پېښې په دغه ایالت کې ثبت شوي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ زره ۸۷۷ نوې پېښې د پي سي آر معاینې او ۶۱ زره او ۳۸۷ نوې پېښې د چټک انټیجن آزموینې له لارې پېژندل شوي دي.
د نیو ساوت وېلز ایالت په روغتونونو کې د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر ۲۳۸۳ کسانو ته رسېدلی دی او ۱۸۲ کسان په روغتونونو کې تر جدې درملنې لاندې دي.
اوسمهال د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکو ته پکار ده ترڅو د کرونا وېروس د چټکې آزموینې مثبتې پایلې هم د سرویس نیو ساوت وېلز اپلیکیشن له لارې حکومت ته رپوټ کړي.
د جنورۍ د میاشتې له ۱۹ نېټې څخه د چټکې آزموینې رپوټ ورکول جبري دي، که چېرې څوک رپورټ ورنکړي ۱۰۰۰ ډالره جریمه کېږي.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې هم د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳۷ زره او ۱۶۹ نوې پېښې ثبت شوي او ۲۵ کسانو د دغه وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ زره ۳۲۶ نوې پېښې د پي سي آر معاینې او ۱۶ زره او ۸۴۳ نوې پېښې د چټک انټیجن آزموینې له لارې پېژندل شوي دي.
د وېکټوریا ایالت په روغتونونو کې د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر د لوړېدو په حال کې ده، اوسمهال ۹۵۳ کسانو په روغتونونو کې بستر دي چې ۱۱۱ یې تر جدي درملنې لاندې دي.
د نویو محدودیتونو پر اساس د دوانیو دننه د نڅا ځایونه باید وتړل شي، مګر په ودونو کې د نڅا اجازه شته ځکه د اخته شویو کسانو پیدا کول هلته آسانه کار دی.
په وېکټوریا ایالت کې د فعاله پېښو شمېر ۲۲۱ زره او ۷۲۶ پېښو ته رسېدلی.
په دغه ایالت کې شاوخوا ۹۳ سلنه کسانو د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی، مګر تر اوسه یواځې ۲۰ سلنه ویکټوریایانو د کرونا وېروس دریم ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.

