راتلونکې جعمې ورځ څخه به د نيو ساوت ويلز ايالت اوسيدونکي وشي کولی ترڅو ۵ کسان يو وخت کې د بل کور ته لاړ شي.
رستورانتونه او کافي شاپ پرانيستل کيږي ولې بيا يو وخت کې لس کسان کولی شي په رستورانت کې ډوډی وخوري.
د نيو ساوت ويلز ايالت د فدرال حکومت د هغه پلان ځيني برخې عملي کوي کوم چې اسټراليا بيرته نورمال حالت ته راوستل غواړي.
د اسټراليا هر ايالت د حکومت وړانديز شوي درې پړاونو له پلان څخه ځيني برخې يې عملي کوي ترڅو شته بنديزونو او محدوديتونو کې نرمښت راولي.
د نيو ساوت ويلز ايالت صدر اعظمه ګلاديس بريجيکليان نن دا نوي تدبير اعلانوي چې راتلونکې جعمې ورځ څخه به عملي کيږي.
دا مهال يوازې ۲ کسان سره د خپلو ماشومانو کولی شي چې د بل چا کور ته لاړ شي.

NSW has announced its first cautious steps towards easing coronavirus restrictions. Source: Getty Images AsiaPac
اغلې بريجيکليان Sunday Telegraph سره خبرو کې وويل، بنديزونو کې نرمښت به د نيو ساوت ويلز ايالت اقتصاد ته وده ورکړي او د هغې ترڅنګ خلکو ته شخصي ازادي ورکوي.
نن په پام کې ده چې نوي قوانين اعلان شي او هغې کې به ودونو کې تر ۱۰ کسانو ته د ګډون اجازه ورکړل شي او بله خوا جنازې کې به تر ۳۰ او فاتحه کې تر ۲۰ کسانو د ګډون اجازه ولري.
مذهبې غونډې او هم جوماتونه او نور عبادت ځايونه پرانيستل کيږي ولې يو وخت کې بيا يوازې ۱۰ کسان راټوليدلی شي.
د باندې پارکونه او ورزشي ځايونه پرانيستل کيږي او له خلکو غوښتل شوي چې احتياط وکړي او پاکوالی په نظر کې ونيسي.

93% of Australians believe Australia has handled the coronavirus well. Source: AAP
خلک اجازه لري ترڅو باندنيو لامبو ځايونو کې لامبو وکړي.
نيو ساوت ويلز لرې پرتو سيمو ته سفر کولو باندې بنديز پر خپل ځای دی، يعنې له سيدني ښار څخه خلک نشي کولی لرې پرتو سيمو ته سفر وکړي.
د روغتيا برخې پوهان وايي، تر هغه چې واکسين نه وي جوړ شوی او خلک واکيسن شوي نه وي، خطر به شتون لري او زاړه کسان به له نورو له لا ډير خطر سره مخ وي.
[fn]په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي او د کورنۍ له غړو پرته له دوو څخه زیات کسان یوځای نشي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ. تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ. د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته کولای شئ تاسو په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ.[/fn]