د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت په يوه ورځ کې د Omicron لس نوې پيښې ثبت کړې

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت سيدني ښار په لويديځه برخه کې د کرونا ويروس نوې بڼې خپريدل انديښنې ډيرې کړي ځکه دا مهال ياد ايالت کې د خلکو ترمينځ فاصلې نږدې او ډير لږ محدوديتونه پر ځای دي. بله خوا بيا ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس له ۱۰۰۰ ډيرې نوې پيښې او د شپږ کسانو مړينه ثبت کړه.

Healthcare workers adminstering COVID-19 tests at a drive through test centre in Sydney,

Cases have increased in Victoria. Source: AAP

نيو ساوت ويلز ايالت په يوه ورځ کې د کرونا ويروس نوې بڼې ۱۰ نورې پيښې ثبت کړې چې لدې سره ياد ايالت کې د ويروس نوې بڼې (Omicron) شمير ۲۵ ته ورسيد.

د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا څانګه وايي، له نوو پيښو څخ۰ ۹ يې يو ښوونځي او هم ورزش بند ځای سره تړلي دي.

بله خوا يو کس چې د کرونا ويروس پر نوې بڼې اخته وه له سيدني څخه يې کنبيرا ته سفر کړی او داسې بريښي چې هلته يې ويروس خپور کړی وي.

تيرو ۲۴ ساعتونو کې په نيو ساوت ويلز کې ۶۱ زرو څخه ډيرو کسانو معاينه کړې او بيا ۲۰۸ کسانو کې ويروس موندل شوی.
نيو ساوت ويلز کې بالغه کسان چې کرونا ويروس واکسين يو ډوز يې ترلاسه کړئ شمير يې ۹۴.۶ ته لوړ شوی او بيا ۹۲.۸ سلنه يې بشپړ واکسين شوي.

ياد ايالت کې لا اوس هم چارواکي په يو ښوونځي کې د نوو پيښو رامينځته کيدو اصلي منبع معلومولو پلټنه کوي.

ويل کيږي چې يو له زده کوونکو څخه په Villawood indoor climbing gym کې په ويروس اخته کيدو وروسته يې په Regents Park school  ښوونځي کې نورو ته هم ورکړی.

د ياد ښوونځي ۳ او ۴ ټولګيو زده کوونکي او ښوونکي ټول د نوې پيښې نږدې اړيکې کسان بلل شوي او دا مهال کورونو کې قرنطين دي.

بيا ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس ۱۰۷۳ نوې پيښې او ۶ کسانو مړينه ثبت کړه.

دا مهال ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۱۶۵۰۳ فعاله کيسونه شتون لري.
ويکتوريا کې دا مهال ۹۱ سلنه بالغه کسان بشپړ واکسين شوي.

د کرونا ويروس نوې بڼه (Omicron)

د اسټراليا Deakin University د ایپیډیمولوژی برخې مشره کترين بينيت وايي، د کرونا ويروس نوې بڼه د نورو پخوانيو پر پرتله چټکۍ سره له يو کس څخه بل ته خپريږي ولې بيا انسانان جدي نه ناروغه کوي.

" ويروس له امله د خلکو ډير جدي نه ناروغه کيدل يو ښه او هڅونکی خبر دی، ځکه ويروس ډيرې چټکۍ سره خپريږي ولې له ځانسره جدي ناروغي نه لري."

د اسټراليا حکومت تر ډيسمبر مياشت ۱۵ نيټې پورې له بهر څخه د بهرنيو زده کوونکو او مهارت لرونکو کاريګرو راتګ ځنډولی، بله خوا جنوبي ايالت له ويکټوريا، نيو ساوت ويلز او کنبيرا څخه پر راتلونکو مسافر محدوديتونه وضع کړي او بيا د نيو ساوت ويلز او ويکټوريا ايالتونو ترمينځ پولې پرانيستې دي.


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service