Breaking

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د هند کرونا ويروس ډول خپريدو وروسته محدوديتونه نور هم پراخ شول

نيو ساوت ويلز ايالت کې تر پرون شپې ۸ بجو پورې ۱۸ نوي کسان په کرونا ويروس اخته شوي او يادو کسانو کې د نيو ساوت ويلز ايالت کرنې وزير ادم مارشال هم شامله دی.

NSW Premier Gladys Berejiklian.

NSW Premier Gladys Berejiklian. Source: AAP

نيو ساوت ويلز ايالت د کرونا ويروس لمن کې دی او هند کرونا ويروس ډول چې ورته ډيلټا ويرينټ هم وايي، سيدني ښار ټولنې غړو په مينځ کې يو بل ته ليږدول کيږي.

تر پرون شپې ۸ بجو پورې نيو ساوت ويلز ايالت د کرونا ويروس ۱۸ نوې پيښې ثبت کړې.

نيو ساوت ويلز ايالت مشرې د هند کرونا ويروس ډول (ډيلټا) لا ډير خپريدو مخنيوي لپاره يې د ځينو محدوديتونو اعلان وکړ.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان وايي، دا مهال نيو ساوت ويلز ايالت د کرونا وبا له پيل وروسته تر ټولو ډير خطرناک او ډاروونکي حالت سره مخ دی.

د تيرې ورځې نوو پيښو کې د نيو ساوت ويلز ايالت ايالتي وزير هم شامله دی.

د کرنې وزير کرونا ويروس باندې اخته کيدو وروسته د نيو ساوت ويلز ايالتي پارلمان غړي ژر معاينه شوي او د معاينو پايلې يې منفي راغلي.

دا مهال سيدني ښار کې ډيرې پيښې ختيځو سيمو کې لکه بونډای او شاوخوا سيمو کې ريکارډ کيږي ولې ليورپول او ځينو نورو لويديځو سيمو کې هم د نوو پيښو خبر ورکړل شوی.

له پرون غرمې وروسته لوی سيدني ښار، Central Coast, Blue Mountain, Wollongong, Shellharbour سيمو باندې نوي بنديزونه ولګيدل.

دا بنديزونه په لاندې ډول دي.

يو کور کولی شي په يو وخت کې ۵ ميلمانه ولري چې ياد شمير کې ماشومان هم شامله دي

ټولو داخلي ځايونو کې د ماسک کارونه جبري ګرځول شوې

ودونو پرته نورو ځايونو کې لکه بار او نايټ کلب پر نڅا بنديز لګيدلی

ورزشي ځايونو کې ۲۰ کسانو ته يو وخت کې راټوليدو اجازه ورکړل شوې او هلته هم د ماسک کارول جبري ګرځول شوی.

ټولو ځايونو کې بايد د دوو کسانو ترمينځ د يو نيم متر فاصله غوره شي.

خلاصو ځايونو کې محفل جوړونکي کولی شي د هماغه ودانې ۵۰ سلنه ځايدونکو کسانو ته راتګ اجازه ورکړي.

هغه کسان چې مرکزي سيدني ښار،Waverly, Randwick, CanadaBay, Inner West, Bayside , Woollahara  سيمو اوسيدونکي يوازې ضروري کارونو لپاره له خپل کورنو بهر وتلي شي.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Maani Truu

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د هند کرونا ويروس ډول خپريدو وروسته محدوديتونه نور هم پراخ شول | SBS Pashto