Breaking

کرونا ويروس: نيو ساوت ويلز ۱۲،۲۲۶ او ويکټوريا ۵۱۳۷ نوې پيښې ثبت کړې

نيو ساوت ويلز ايالت يو بل ملي ريکارډ ثبت کړ، يعنې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۲۲۶ کسان په کرونا ويروس اخته شوي او دا پيښې په ډيريدو دي. د نوي کال جشن لمانځلو وروسته اټکل کيږي چې د نوو پيښو په شمير کې به د پام وړ ډيروالی راشي.

covid

A woman walks through a closed COVID-19 testing drive-thru clinic at Sydney Olympic Park on December 28, 2021 in Sydney, Australia. Source: Getty Images

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۲،۲۲۶ نوې پيښې ثبت کړې چې له تيرې ورځې څخه له ۱۰۰۰ ډيرې پيښې ليدل کيږي.

دا مهال ۷۴۶ کسان په روغتون کې درملنه لاندې دي او يوازې ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ کسان د ويروس له امله روغتون کې داخل شوي.

ويکټوريا ايالت بيا د کرونا ويروس ۵۱۳۷ نوې پيښې ثبت کړې او ۱۳ کسان بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا مهال ۳۹۵ کسان روغتون کې درملنې لاندې دي او ۱۰۰ کسان بيا عاجلې څانګې کې درملنه ترلاسه کوي.

د اسټراليا لومړی وزير نن د ايالتونو له مشرانو سره ناسته کوي ترڅو د کوويډ-۱۹ نوو پيښو ډيروالي او روغتونو کې د ناروغانو لا ډير بستر کيدو پر مسلې بحث وکړي.

بله خوا نږدې ټولو ايالتونو کې ډير شمير کسان کرونا ويروس معاينې ته مخه کوي کوم چې د معاينې لابراتوارونو باندې ډير فشار اچول شوی.

د نيو ساوت ويلز ايالت حکومت له خلکو غوښتي چې يوازې ناروغۍ حالت کې دې روغتون او هم معاينې ته مخه کړي او له هغې پرته دې خلک په روغتون او يا معاينې مرکزونو فشارونه نه اچوي.

د کابينې ننۍ ناسته کې په کرونا ويروس اخته کس نږدې اړيکو شخص او يا کسانو تعريف هم واضح شي.
Prime Minister Scott Morrison and state leaders will meet on Wednesday.
Prime Minister Scott Morrison and state leaders will meet on Thursday. Source: AAP
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، " مسله د اوميکرون نوو پيښو د شمير نده بلکې مسله د جدي ناروغۍ باندې اخته کيدو ده.؛

ښاغلی وايي، سره لدې چې د کوويډ-۱۹ نوو پيښو شمير ډير دی ولې د اسټراليا روغتونونه دا توان لري ترڅو د ناروغانو درملنه وکړي.


شریکول

خپور شوی په

لخوا Eden Gillespie
سرچینه: SBS News

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service