نيو ساوت ويلز په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۶۵ نوې پيښې ريکارډ کړې او ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
زرګونه ماشومان بيرته ښوونځيو ته ستانه شول او بله خوا بشپړ واکسين شوو بالغه کسانو باندې لا ډير محدوديتونه لرې شول.
نږدې څلور مياشتو بنديزونو وروسته نن په ډيرو محدوديتونو کې نرمښت راوستل شو.
بله خوا بيا ويکټوريا ايالت ۱۹۰۳ نوې پيښې ثبت کړې او همدې موده کې ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ويکټوريا ايالت به راتلونکې پنجشنبې شپې وروسته ځينو محدوديتونو کې نرمښت راولي.
کورونو کې به د ۱۰ کسانو راتلو اجازه وي.
ويکټوريا ايالت په اړه لا ډير معلومات دلته ولولئ.
نن څخه نيو ساوت ويلز ايالت کې د ۱ او ۱۲ او هم کينډرګارټن ټولګيو زده کوونکي بيرته ښوونځيو ته ستانه شول.

کورونو کې بشپړ واکسين شوي ۲۰ ميلمانه په يو وخت کې راتللی شي او بله خوا بهر ځايونو کې بيا ۵۰ کسان.
ودونو او جنازو کې د خلکو ګډون شمير باندې بنديز لرې شو يعنې هرڅومره کسان چې وغواړي ګډون کولی شي.
دفترونو کې کاريګر اړ ندي چې لدې وروسته د مخ ماسک وکاروي، ولې عامه ټرانسپورټ او دکانو کې د ماسک اغوستل جبري ده.
د محدوديتونو لرې کيدل ډيره کې بشپړ واکسين شوو کسانو لپاره ده او بيا ډسمبر مياشت وروسته غير واکسين شوي کسان هم برخه اخيستلی شي.

