نيو ساوت ويلز ايالت تر پرون شپه ۸ بجو پورې د کرونا ويروس ۳۱ نوې پيښې ريکارډ کړې.
يادو ۳۱ نوو پيښو څخه ۱۲ يې ناروغۍ وخت کې ټولنې ډيرو سيمو ته تګ راتګ کړی او لا ډيرو نورو کسانو په کرونا ويروس اخته کيدو ويره ډيره شوې.
دا پداسۍ حال کې ده چې تر پرون شپې پورې ۷۳ زره کسانو کرونا ويروس لپاره معاينه کړې.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان وويل، "دا د انديښنې وړ موضوع ده چې ګڼ شمير کسانو ناروغۍ دوران کې هم بهر ټولنې کې آزاد تګ راتګ کړی."
اغلې بريجيکيليان وويل، "مونږ اټکل کوو چې راتلونکو څو ورځو کې به د کرونا ويروس پيښو کې ډيروالی تر سترګو شي."
د هند کرونا ويروس ډول چې Delta نوميږي په ځينو هيوادونو کې په چټکۍ سره د خلکو ترمينځ خپور شوی او هره ورځ د پيښو شمير څو برابر ډيروي ولې بيا سيدني ښار کې دا ويروس ډير ندی خپور شوی او يا ويلی شو ياد ويروس د مثبتو پيښو شمير څو برابره ندی لوړ کړی.
سيدني ښار کې د جون مياشت ۱۶ نيټې څخه تر اوسه ۲۲۶ نوې پيښې ريکارډ شوي او دا ټولې پيښې له يو کس څخه نورو ته ليږدول شوي.
يو نرس چې په کرونا ويروس اخته وه ۸ نور نرسان يې هم په کرونا ويروس اخته کړي.
د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا مشرې ډاکټر کيري وويل، دا مهال د ويروس د ليږد ډيرې پيښې په رستورانتونو او سوپر مارکيټونو کې ليدل کيږي.
سيدني ښار اوسيدونکو بايد اړتيا پرته له کور څخه بهر ونه وځي او هم ماسک وکاروي.