سيدني ښار کې د ۴۴ نوو پيښو وروسته نوي محدوديتونه ولګيدل

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۴۴ نوې پيښې ريکارډ کړې او چارواکې له بنديزونو سر غړونې څخه انديښنه څرګندوي.

George Street, no centro de Sydney, durante lockdown

مدفوعات الكوارث الخاصة بـ COVID-19 المتاحة للعاملين المتضررين من الإغلاق في ولاية نيو ساوث ويلز Source: AAP Image/Mick Tsikas

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۴۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس پيښې ريکارډ کړې او حکومت نوي بنديزونه ولګول.

نوې پيښې تر پرون شپې ۸ بجو پورې ريکارډ شوې.

له ۴۴ نوو پيښو څخه ۲۹ يې نيمه قرنطين ول او ټولنه کې يې ناروغۍ دوران کې هم تګ راتګ کړی.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان وويل، سيدني ښار کې به لا ډير سخت محدوديتونه وضع کړي ترڅو ويروس څخه مړينې مخه ونيول شي.

اغلې وايي، اوسنی وضعيت زمونږ له تمې خراب دی او بايد يې مخه ونيول شي.

د نيو ساوت ويلز حکومت د ځينو نوو بنديزونو اعلان وکړ او له نن ماښام ۵ بجو وروسته به سيدني ښار کې يوازې دوه کسان بهر ورزش کولو اجازه ولري.

د سيدني ښار اوسيدونکي له نن وروسته نشي کولی ترڅو ورزش لپاره له خپل کور څخه ۱۰ کيلو متره لرې سفر وکړي.

خپل کور غړو پرته بايد موټر کې مو نور کسان له يو ځای تر بل ځايه ونه رسوئ.

تاسې له نن وروسته پر دکانو هڅې ګرځيدو څخه هم منع کيږئ.

سيدني لوی ښار کې به راتلونکې يکشنبې وروسته په جنازو کې يوازې ۱۰ کسان ګډون کولو اجازه ولري.

اغلې ګلاديس بريجيکليان وايي، له وبا پيل راهيسې دا لومړی ځل دی چې نيو ساوت ويلز ايالت له دومره خطرناک حالت سره مخ دی.

ضروري کار پرته مو له کور څخه بهر مه وځئ.

اغلې بريجيکليان وايي، دا مهال د نيو ساوت ويلز د نفوس يوازې ۹ سلنه واکسين شوي او دا ياد ايالت له ستر خطر سره مخ کولی شي.


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: SBS Pashto

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service