SKIP TO MAIN CONTENT

د اسټراليا د کوويډ-۱۹ تازه حال او نوي محدوديتونه

نيو ساوت ويلز د کرونا ويروس ۵۶۱۲ نوې پيښې او يو کس مړينه ثابت کړه بله خوا ويکټوريا ايالت هم ۲۰۹۵ نوې پيښې ريکارډ کړي او ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړل شوي.

victoria
People are seen as Australian states Victoria and NSW reimplemented mask-wearing mandate for indoors places after rising number of COVID-19 cases. Source: Getty Images

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS



Skip to article content

نيو ساوت ويلز د کرونا ويروس ۵۶۱۲ نوو پيښو ثبت سره د ځينو نوو لار ښوونو اعلان هم وکړ.

دا مهال ۳۸۲ کسان روغتونو کې درملنې لاندې دي او بيا  ۵۳ کسان د روغتون په بيړڼۍ څانګې کې درملنې لاندې دي.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشر وويل، له نن څخه په ټولو داخلي ځايونو کې د ماسک کارول جبري شو، ولې په داخلي ځايونو کې کور شامل نده. 

د نيو ساوت ويلز ايالت اوسيدونکي اړ دي ترڅو دکانو او يا رستورانتونو ته داخليدو سره د QR له لارې ځان راجسټر کړي، او هم په رستورانتونو کې د ناستو کسانو په شمير محدوديت لګيدلی.

نوي محدوديتونه تر جنورۍ مياشت ۲۷ نيټې پورې عملي کيږي.

ويکټوريا ايالت بيا د کرونا ويروس ۲۰۹۵ نوې پيښې او ۸ کسانو مړينه ثبت کړې.

۳۹۷ کسان روغتون کې درملنې لاندې دي او ۷۵ يې بيا عاجلې څانګه کې درملنه ترلاسه کوي.

د ويکټوريا ايالت په تولو داخلي ځايونو کې د مخ ماسک کارول جبري شو او لويو غونډو کې چې سر خلاصو ځايونو کې جوړيږي خلک تګ راتګ وخت کې ماسک کاروي ولې ناستې وخت کې بيا د ماسک کارول جبري نده.

په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د اسټراليا نورو ايالتونو د کرونا ويروس پيښې.

کوينزليند ايالت: ۵۸۹ نوې پيښې ثبت کړې.

جنوبي ايالت: ۶۸۸ نوې پيښې ثبت کړې.

کنبيرا: ۱۰۲ نوې پيښې ثبت کړې.

تازمانيا: ۲۷ نوې پيښې ثبت کړې.

د کوويډ-۱۹ واکسين دويم او دريم ډوز ترلاسه کولو موده نوره هم لږه شوه او څلور مياشتو فاصله کې خلک کولی شي دريم ډوز واکسين هم ترلاسه کړي.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now