نيو ساوت ويلز کې د نوو پيښو شمير ۱۰۴ ته لوړ شو او زرګونه کسان کورونو کې بند دي

د سيدني ښار اوالون سيمه کې د کرونا ويروس پيدا کيدو وروسته تر اوسه ۱۰۴ کسان په ياد ويروس اخته شوي او لسګونه ودانيو ته تللو کسانو ته د ځانونو قرنطين کولو سپارښتنه شوې.

Gladys Berejiklian has provided an update on the latest coronavirus figures in New South Wales.

Gladys Berejiklian has provided an update on the latest coronavirus figures in New South Wales. Source: AAP

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۹ نوې پيښې ثبت کړې چې له يادو پيښو څخه ۷ يې د سيدني ښار شمال خواته سمندرغاړو سره تړلې پيښې دي.

تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰،۰۰۰ کسانو د کرونا ويروس لپاره معاينه کړې.

د سيدني ښار شمال سيمې کې د کرونا ويروس پيدا کيدو وروسته تر اوسه ۱۰۴ کسان په ياد ويروس اخته شوي.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان د ۶۰ زرو کسانو معاينه کيدو لپاره خوښي څرګنده کړې او ويلي دي، د لا ډيرو کسانو معاينه کيدل له چارواکو سره مرسته کوي ترڅو ويروس کنټرول کي وساتل شي.

"زه نږدې له خپلې څوکۍ غورځيدلې وم کله چې ما واوريدل چې ۶۰ زره کسانو د کرونا ويروس معاينه کړې، دا يو ډير ښه خبر دی."

په تيرو دوو ورځو کې ياد ايالت کې هره ورځ ۸ نوې پيښې ثبت شوي.

د نوو پيښو رامينځته کيدو وروسته د سيدني ښار شمال خواته ځيني واړه ښار ګوټي کلا بند شوي او اوسيدونکو يې نشي کولی پرته له ډيرو ضروري کارونو له کور څخه بهر شي.

اغلې بريجيکليان سيدني ښار اوسيدونکو ته خبردارۍ ورکړ او ورته يې تګ راتګ محدوديتو سپارښتنه وکړه.

اغلې وايي، ټولنه کې لا اوس هم د خلکو ترمينځ د ياد ويروس ليږد خطر شتون لري او کيدای شي نورو سيمو کې هم د کرونا ويروس نوې پيښې وموندل شي.

اغلې وويل، ځيني چې په کرونا ويروس اخته ول سيدني ښار کې يې کار کړی او کار دوران کې يې دا ويروس نورو ته ليږدولی چې اوس دا ويره ده چې يادو کسانو به ويروس نورو ته انتقال کړی وي او بيا نورو کسانو دا خپل ټولنو ته ليږدولی وي.

اغلې وايي، مونږ بايد راتلونکو څو ورځو کې له ډير احتياط څخه کار واخلو او خطر پر خپل ځای دی.

اغلې وويل، د نوي کال اور شيندنې مراسم به پر مخ اچول کيږي ولې د خلکو راټوليدلو مراسم يا ميلې به له اور شيندنې وروسته پر مخ اچول کيږي.

د اسټراليا طبي ټولنې له نيو ساوت ويلز حکومت څخه غوښتي ترڅو دې د اور شيندنې مراسم وځنډوي.

 

 

Earlier on Thursday the Australian Medical Association called on the NSW government to cancel their New Year's Eve fireworks plans due to the coronavirus outbreak, saying it would be difficult to police crowd limits. 

نيو ساوت ويلز حکومت لخوا لاندې سيمې خطر ډکې بللي شوي.

MUST GET TESTED AND SELF ISOLATE FOR 14 DAYS:
Avalon: Alma Avalon Restaurant, on Wednesday 16 December, 8.30pm until close
Macquarie Park: Premier Academy League Under 8s Macquarie University Soccer Fields, Macquarie University Soccer Fields, Macquarie Park on Sunday 13 December 9.15am - 10.45am
Mona Vale: Mona Vale Fitness First, Pittwater Place Shopping Centre, 10 Park St Mona Vale on Thursday December 17 all day
MUST GET TESTED AND ISOLATE UNTIL NEGATIVE:
Sydney: MLC Building food court, Martin Place Sydney on Tuesday December 15 1pm-2pm
MONITOR FOR SYMPTOMS:
Collaroy: De'assis Collaroy Cafe, Collaroy on Saturday December 12 9:15am-10:10am
GET TESTED AND ISOLATE UNTIL FURTHER INFORMATION IS RELEASED:
Bondi: Bondi Icebergs Club (Pool Deck Level) on Sunday December 20 8-9:30am andMonday December 21 7am-8am. 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service