نيو ساوت ويلز کې محدوديتونه يوې اونۍ لپاره وغځيدل

سيډني ښار کې شته محدوديتونه يوې اونۍ لپاره وغځيدل. دا محدوديتونه پداسې حال کې غځول کيږي چې تيرو ۳ ورځو کې د کرونا ويروس نوې مثبت پيښه نده ريکارډ شوې.

NSW Premier Gladys Berejiklian

NSW Premier Gladys Berejiklian Source: AAP

اسټراليا کې شته محدوديتونه يوې اونۍ لپاره وغځيدل او تر روانې مياشتې ۱۷ نيټې پورې به لګول شوي محدوديتونه پر خپل ځای وي.

لګول شوي محدوديتونه داسې مهال پر خپل ځای پاتې کيږي چې نيو ساوت ويلز کې له تيرو ۳ ورځو هيڅ کومه مثبته پيښه نده ثبت کړې.

تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۰۰۰ کسانو د کرونا ويروس معاينه کړې او ټولنې غړو ترمينځ مثبت پيښه نده ثبت شوې.

له بهر څخه راغلو ۶ مسافرو کې د کرونا ويروس موندل شوی.
نيو ساوت ويلز ايالت کې د روغتيا چارواکي ويي، لا اوس هم د دوو کسانو په کرونا ويروس اخته کيدو اصلي منبع معلومولو چارې روانې دي.

يو ۵۰ کلن کس او ميرمن يې په کرونا ويروس اخته کيدو وروسته لوی سيډني ښار کې محدوديتونه ولګول شول.

سيدني ښار کې په کورونو کې يوازې د ۲۰ کسانو راټوليدو اجازه شته چې يادو کسانو کې د کور غړي هم شامله دي.

عامه ټرانسپورټ کې مسافر بايد د مخ ماسک وکاروي.

دا کاليو دکانو کې کار کوونکو باندې هم د ماسک اغوستل جبري ګرځول شوی.

بندو ځايونو کې پر سندرو ويلو او نڅا بنديز لګيدلی.

شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service