نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس ۳۹۹ نوې پيښې ثبت شوې او په همدې موده کې درې کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشر نن په يو. خبري. کنفرانس کې وويل، راتلونکې دوشنبې په ورځ به ياد ايالت کې د دوه ډوزه واکسين ترلاسه کوونکو شمير ۸۰ سلنې ته ورسيږي او لا ډير نور محدوديتونه به لرې شي.
نيو ساوت ويلز ته که چيرې د نومبر مياشت ۱ نيټې وروسته نورو هيوادونو څخه کسان سفر وکړي نو هغوی اړ ندي چې هوټلونو کې قرنطين شي، يعنې د قرنطين تدابير له مينځه وړل کيږي.
دا مهال ۶۷۷ کسان په روغتون کې بستر دي او ۱۴۵ نور بيا عاجلې څانګه کې تر درملنې لاندې دي.
د ياد ايالت مشر ډومينيک پيروتيت وويل، د واکسين شوو کسانو شمير ۸۰ سلنې ته رسيدو وروسته هوټل او کورونو کې د مسافر قرنطين کيدو قانون له مينځه وړل شو.
يوازې الوتکه کې سپريدو څخه مخکې او هم اسټراليا ته رسيدو سره د کرونا ويروس معاينه کيږي.
راتلونکو مسافرو بايد داسې واکسينونه ترلاسه کړي وي کوم چې د اسټراليا طبي خواړو تنظيم ادارې ته منلو وړ وي.
هغه کسان چې واکسين شوي نه اوسي هغوی به هوټلونو کې قرنطين کيږي.

ټول هغه بهرنيان چې اسټراليا ته راتګ غواړي د هغوی واکسين کيدو څرنګوالی حکومت لخوا تر معلومولو وروسته هغوی ته داخليدو اجازه ورکول کيږي.
دا مهال د نيو ساوت ويلز ۷۷.۸ سلنه وګړي دوه ډوزه واکسين شوي او راتلونکې دو شنبې پورې به دا شمير ۸۰ سلنې ته لوړ شي.

