Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

نيوزيليند کې پر جوماتو بريد کوونکي د پاکستان په ګډون د نړۍ يو شمير هيوادو ته سفر کړی

نيوزيليند هيواد کرايس چرچ ښار کې پر دوو جوماتو بريد کوونکی له ياد بريد څخه وړاندي ځينو هيوادو ته سفر کړی.

Brenton Tarrant in court, charged with murder over the Christchurch mosque massacre.
Brenton Tarrant, the man charged in the Christchurch mosque shootings, appears in the Christchurch District Court. Source: New Zealand Herald

نيوزيليند کرايس چرچ ښار کې پر دوو جوماتو بريد  کې چې ۴۹ کسان ووژل شول او له ۴۰ ډير ټپيان شول ټوله نړۍ کې يې بحثونه راپارولي.

برديګر Brenton Harrison Tarrant چې پرې د بريد تور دی د اسټراليا سيدني ښار شمال کې زيږيدلی.

مخکې لدې چې بريدګر Brenton نيوزيليند ته سفر وکړي هغه د سيدني شمال سيمه Grafton کې يې ورزشي روزنه ورکوله.

ياد بريدګر له پرونۍ پيښې څخه وړاندې د نړۍ يو شمير هيوادو ته سفر کړی.

بريدګر Brenton پاکستان ته خپل سفر په اړه ليکلي چې پاکستان يو له ډيرو ښکلو هيوادو څخه دی او خلک يې ډير ميلمه پاله دي.

ترکيه هيواد چارواکو ويلي چې ياد کس ترکيه ته هم سفر کړی

نيوزيليند هيواد کې پر دوو جوماتو بريدکوونکی نن محکمې ته وړاندې شو او له محکمې څخه د زمانت نه غوښتلو سره ياد بريدګر به د اپريل د مياشتې پر ۵ نيټه سترې  محکمې ته وړاندې کيږي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now