تېره اوونۍ د آسټرالیا د پرت ښار په هوايي ډګر کې د یاد هوايی ډګر کارکوونکو د یوه مسافر په بیک (کڅوړه) کې ۳.۱ کیلو د هیلۍ، ۱.۴ کیلو د غوا، ۵۰۰ ګرامه د غوا یخ وهلې او نږدې ۹۰۰ ګرامه د چرګ یخ وهلې غوښه موندلې ده.
آسټرالیا ته له راتګ مخکې باید هر مسافر یوه ورقه ډکه کړي ترڅو حکومت ته خبر وکړي چې څه له ځان سره آسټرالیا ته راولي. یاد مسافر په خپل کارت کې ویلي وه چې له ځان سره غوښه او نور د خواړه شیان نلري.

د آسترالیا د کورنیو چارو وزیر کلیر اونیل، رسنیو ته ويلي چې د پرت هوايی ډګر سرحدي مامورینو د دغه سړي ویزه ه لغوه کړې او له آسټرالیا څخه یې ایستلی دی.
همدا راز یاد شخص د سرحدي مامورینو لخوا ۲۶۶۴ ډالره جریمه شوی هم دی.
تیره میاشت، د آسټرالیا فدرالي حکومت په دغه هېواد کې نوي قوانین معرفي کړل ترڅو له هغو هېوادونو څخه د غوښې راړولو مخه ونیسي چې د خولې او پښو، ساري ناروغي په کې د خپرېدو په حال کې ده.
همدا راز د غوښو او نورو خوړو راوړل د آسټرالیا کرهنیز صنعت ته لوی خطر بلل کېږي.

د آسټرالیا د کرنې، کب نیولو او ځنګلونو وزیر، موري واټ وايي: "دا یوه ډیره جدي سرغړونه ده، او دا مسافر زموږ لخوا ترټولو سختې جریمې سره مخ شوی دی."
هغه وايي چې د سرحدي ځواکونو دغه کار د آسټرالیا ټولنه او کرهنیز سکتور له زیان څخه ژغورلی دی.
نوموړی زیاتوي، هغه خواړه بېرته مسافرو ته ورکول کېږي چې مسافر یې دغه هېواد ته د راوړلو اجازه ولري.
هغه کسان چې د سرغړونو له امله یې ویزه لغوه کېږي، په لومړي پرواز کې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

