د روغتيا نړيواله اداره: د کرونا ويروس اوميکرون بڼه معمولي نده

نړۍ کې طبي پوهانو د ځينو ناسمو تعبيرونو پر وړاندې چې ويل کيږي د اوميکرون ويروس بڼه معمولي يا نرمه ده انديښنه څرګنده کړې. طبي پوهان وايي، لا تر اوسه د کرونا ويروس لکه زکام ورته معمولي شوی ندی.

World Health Organisation Director-General Tedros Adhanom Ghebreyesus.

World Health Organisation Director-General Tedros Adhanom Ghebreyesus. Source: Kydpl Kyodo

اسټراليا کې د طبي لوی افسر يا چيف ميډيکل افيسر مرستيالې ډاکټرې سونيا بينيت څو ورځې وړاندې خبريالانو ته وويل چې د اوميکرون ويروس بڼه نرمه او ډيرو خلکو لپاره معمولي ده. 

د يادو ورته څرګندونو په ځواب کې د نړۍ روغتيا ادارې بيا دا خبر رد کړی چې ګواکې د اوميکرون ويروس بڼه نرمه او يا معمولي ده.

د ‌ډبليو ايچ ادارې مشر ډاکټر ټيډروس وايي، د اوميکرون ويروس بڼه په ډيرو واکسين شوو کسانو کې د ډيلټا بڼې پر پرتله جدي نده ولې دا پدې معنی هم نده چې د اوميکرون بڼه نرمه او يا هم معمولي ده.

ښاغلي زياته کړه، لکه د ويروس پخوانيو بڼو په څير اوميکرون هم خلک ناروغه کوي او وژني، بله خوا د ويروس چټکۍ سره خپريدو له وجې د ريکارډ په کچه کسان روغتون کې بستر کيږي او په ټوله نړۍ کې روغتيايي سيسټم له ستر فشار سره مخ دی.

اسټراليا کې د ويروسونو برخې پوهان د روغتيا نړيوالې ادارې لدې دريځ سره همغږي دي.

د ساوت اسټراليا پوهنتون څخه ايډرين ايسټرمن وايي، د روغتيا نړيواله اداره ځکه انديښمنه ده چې په دومره ډير شمير خلک په کرونا ويروس اخته کيدو وروسته که لږ شمير يې هم روغتونو کې بستر کيږي نو هغه د تيرو پر پرتله ډير ښکاري.
Adrian Esterman
Adrian Esterman, epidemiologist from the University of South Australia. Source: Supplied
د ښاغلي ايسټرمن په وينا، لا تر اوسه کافي اندازه معلومات په لاس کې نشته چې د اوميکرون بڼه په هغو هيوادونو کې چې ډير خلک يې واکسين شوي نه اوسي پر خلکو څومره اغيز کوي.

اسټراليا کې هره ورځ له ۱۰۰ زرو ډير کسان په کرونا ويروس اخته کيږي او خلک بايد پدې پوه شي چې کرونا ويروس ناروغي لا تر اوسه لکه زکام ورته نده.

ملبورن پوهنتون څخه ډاکټر باکسټر وايي، يوه لويه ستونزه د اوميکرون ويروس سره داده چې ډيري خلک پدې اند دي چې دا يو معمولي ويروس بڼه ده او همدا ده چې پر ټولنې ددې فشار راتلل له پامه غورځول کيږي.

ډاکټر باکسټر لپاره د لا ډيرو واکسين شوو کسانو پدې ويروس اخته کيدل د انديښنې وړ مسله ده.

ښاغلی وايي، داچې خلک په اوميکرون بڼه اخته کيږي او دوی بشپړ واکسين شوي دي نو همدا وجه ده چې پر دوی اسانه تيريږي ځکه واکسين د يادې بڼې پر وړاندې ښه کار کوي، بله خوا بيا اوميکرون زمونږ د بدن دفاعي سيسټم شاوخوا لار پيدا کوي ترڅو مونږ پرې اخته کړي. 

په ټوله کې ويلی شو چې د اوميکرون بڼه معمولي نده.

بلجيم اوهانګ کانګ کې پر اوميکرون ترسره شوې څيړنې ښودلې چې ياد ويروس ډيره کې د بدن سږې نه خرابوي لکه څنګه چې ډيلټا او نورې بڼې يې کوي. 

لا تر اوسه ساينس پوهانو د اوميکرون بڼې په تړاو رسمي دريځ ندی څرګند کړی.


شریکول

خپور شوی په

لخوا Akash Arora
سرچینه: SBS News

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service