د اسټراليا سناتوره پولين هنسن چې د مهاجرو او مسلمانانو خلاف يې کلک دريځ درلود او په تيرو ټاکنو کې يې ايتلافي ګوند واک ته ورسوو د سږ کال ټاکنو کې له تمې لرې له ستر ماتې سره مخ شوه او ګوند يې ځيني مهمې څوکۍ له لاسه ورکړې.
نوموړې يو وخت د مسلمانانو خلاف سخت دريځ درلود او يو مهال يې سنا مجلس ته چادري وړې وه او د مسلمانانو خلاف يې کمپاين کاوو.
رای ورکوونکو د One Nation ګوند بنسټ ایښودونکي پاولین هانسن ته شا کړې او داسې بريښي چې د سنا څوکۍ له لاسه ورکړي.
ياد ګوند چې تيرو ټاکنو وروسته يې د مهاجرو او مسلمانانو خلاف کلک دريځ خپل کړی وه د ياد ګوند مشره اوس مشرانو جرګې ته د سیالۍ لپاره د کوینزلینډ Green نوماند پیني آلمان پاین څخه وروسته ده.
سناتوره هانسن ، چې په COVID-19 اخته شوې او د ټاکنو په ورځ کور کې بنده وه.
پولين هنسن د کرونا ويروس ضد واکسين ملي پلان خلاف يې کمپاين مخې ته وړه او نوموړې د کرونا ويروس واکسين ندی اخيستی.
د هغې ګوند په سنا کې ۷،۸ سلنه رایې خپلې کړې او د زرغون ګوند ۱۴ سلنه رایې خپلې کړي.
هغه د لومړي ځل لپاره په 2016 کې د کوینزلینډ لپاره مشرانو جرګې ته وټاکل شوه.

