نړۍ کې په هره يوه ثانيه کې يو کس اقليم بدلون له امله بې ځايه کيږي، دا کسان چيرې ځي؟

نړۍ کې د اوبو سطحه لوړيدل، ځنګلونو کې اورونه لګيدل او هم طبعي افتونه ډير شمير کسان اړ کړي ترڅو خپل کورونه پريږدي او بې ځايه شي.

Damage caused by a 2009 tsunami in Samoa.

A devastating tsunami in Samoa in 2009 prompted many from traditional coastal communities to make the difficult decision to leave their lands and move inland. Source: Getty Images

د نړۍ هيوادونو مشران د اقليم بدلون مخنيوي لپاره هوډ کړی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د Greenhouse emmision توليد کچه صفر ته راټيټه کړي.

د نړيوال بانک په يو راپور کې راغلي چې د اقليم بدلون به ۲۱۶ ميليونه کسان د نړۍ ۶ سيمو څخه اړ کړي ترڅو تر ۲۰۵۰ کال پورې خپلو کورونو او سيمو څخه بې ځايه شي.

پوهان وايي، که چيرې د اقليم بدلون مخنيوي لپاره اوس ګام پورته شي نو د مهاجرت کچه تر ۸۰ سلنې پورې راټيټولی شي.

سيدني پوهنتون څخه انډريو او ريناټا د يو کنفرانس کوربه توب کوي ترڅو د نړۍ اقليم بدلون سره د کډوالو او مهاجرو شمير ډيريدو مسلې ته د نړۍ خلکو پام واړوي.

د اقليم بدلون له امله اسټراليا هم له ګڼو طبعي افتونو له خطر سره مخ دی چيرې چې د ځنګولونو اور او بيا لويو ښارونو کې بې ساري سيلاونو راوتل ددې ښکاره نښې څرګندوي.

دا هم ويل چې د بې ځايه شوو کسانو ۲۵ سلنه يې جګړو له امله ولې بيا د اقليم بدلون ۷۵ سلنه کسان بې ځايه کړي.

ټوله نړۍ کې ځنګلي اورونه، سيلاونه، وچکالي او توپانونه ميليونونه وګړي بې ځايه کړي.

اقيم بدلون له امله ځيني کسان په خپلو هيوادونو کې دننه بې ځايه کيږي او بيا يو ډير شمير يې نورو هيوادونو ته کډه کيږي.

اوس سوال دا پيدا کيږي چې که کوم کس هوا بدلون له امله کډوال کيږي نو هيوادونه به د کوم قانون له امله دوی ته پناه ورکوي، ځکه د يادې کډوالی تعريف لا تر اوسه روښانه ندی.

لدې وړاندې د اقليم برخې پوهانو خبرداری ورکړی چې نړۍ کې ۴۲ کوچنۍ سيمې او يا هيوادونه د هوا بدلون له امله اوبو لاندې کيږي.
Thursday Island climate change
Thursday Island, where the ancestral lands are being washed away by sea level rise from climate change. Source: Shutterstock
د اسټراليا شاوخوا ځيني ټاپو وزمې هيوادونه د اقليم بدلون له سختو خطرونو سره مخ دي او ځينو سيمو کې پرلپسې د اوبو کچه لوړيدو حال کې ده.




شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Gareth Boreham, Marcus Megalokonomos
سرچینه: SBS News

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
نړۍ کې په هره يوه ثانيه کې يو کس اقليم بدلون له امله بې ځايه کيږي، دا کسان چيرې ځي؟ | SBS Pashto