د آسټرالیا حکومت له ۵۰ زرو څخه زیاتو افغانانو د بشردوستانه ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۲۶ زره او ۵۰۰ بشردوستانه ویزې اعلان کړې ترڅو په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.

Image for representative purpose only

Source: Supplied

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته (د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د پنځلسمې او د ۲۰۲۳ کال د جون تر دیرشمې ڼېټې پورې) د بشردوستانه ویزو لپاره د افغانانو لخوا ۴۳ زره او ۲۰۰ غوښتنلیکونه سپارل شوي چې د ۱۹۸ زره او ۷۰۰ کسانو نومونه په کې شامل دي.

د اس بي اس نیوز خبر ښيي چې له دغې ډلې څخه د ۵۴ زره افغانانو غوښتنلیکونه رد شوي دي.
مګر بلخوا د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې (د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د پنځلسمې او د ۲۰۲۳ کال د جون تر دیرشمې ڼېټې پورې) د آسټرالیا حکومت ۱۲ زره او ۸۲۶ افغانانو ته چې له آسټرالیا څخه بهر یې د بشردوستانه ویزو غوښتنلیکونه سپارلي، ویزې ورکړي دي.

څو اوونۍ وړاندې د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو راډیو ته ویلي وه چې "حکومت د افغان ټولنې ملاتړ ته ژمن دی" او د "آسټرالیا په بشردوستانه پروګرام کې یې د افغانانو لپاره" تر ۲۰۲۶ کال پورې ۲۶ زره او ۵۰۰ ویزې ځانګړې کړي دي.
home_affairs.jpg
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې لاندې څلور ډلې خلک لومړیتوب لري:
  • د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
  • د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
  • هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا میشتیدنې لپاره معرفي شوي اوسي.
  • ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه، +LGBTQI او نورې پیژندل شوې اقلیتي ډلې.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له ویب‌ پاڼې څخه لیدنه وکړئ.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service